د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د ولسی سياسی مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې لومړنې کلنې غونډې څلورمه ناسته د مارچ په ديارلسمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. په دغه غونډه کې د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د سياسی بيورو د دايمي کمېټې غړي جيا چينګ لين د دغه کنفرانس د ملی کميټې د مشر په توګه او د مشر پنځه ويشت تنه مرستيالان هم وټاکل شول. دغه راز په دغه غونډه کې د دغې کميټې دوه سوه او اته نوی تنه دايمی غړي هم وټاکل شول.
د دغې کميټې په نويو مشرانو کې ديارلس تنه له ديموکراتيکو ګوندونو، د چين د صنعتی او سوداګريزې ډلې او غير ګوندی کسانو څخه او پنځه تنه د لږکيو له قومونو څخه ټاکل شوي دي چې څلور تنه ښځينه مشرانې هم پکې شته.