د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د پوهنې وزير جو جي د مارچ په ١٤ نېټه په بيجينګ کې وويل په وروستيو کلونو کې د چين حکومت په پوهنيزو چارو د مساوی حقونو د تر لاسه کولو لپاره خپل ستر ګامونه اوچټ کړي دي.
ښاغلی جو په يوه ډله ايزه غونډه کې وويل چين په پوهنيزو چارو کې د مساوی حقونو تر لاسه کول د هېواد د يوې بنسټيزې تګلارې په توګه ټاکي او پوهنې ته لومړی اهميت ور کوي او په پوهنيزو چارو کې د مساوی حقونو د ضمانت لپاره پر هغې تګلارې ټينګار کوي چې خلک ترې ګټه اخلي.
نوموړي وويل چين يو داسی پرمختيايی هېواد دی چې نفوس يی يو مليارډ او دری سوه مليون دی، نو ځکه په پوهنيزو چارو کې د مساوی حقونو د تر لاسه کول هغه بهير دی چې خلک به د دی لپاره زيار وباسی.