<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-14 19:54:52    
مشهور سرينده ږغوونکی لين جاو ليانګ

cri

لين جاو ليانګ په نولس سوه او شپېتم کال کې د چين په تايوان کې زېږېدلی او د پنځمو کالونو په عمر يې د سريندې په زده کړې پيل وکړ. لين جاو ليانګ د سريندې د زده کړې په هکله وويل ما د تايوان په يو کوچنی ښار شين جو کې وده کړی ما په پنځه کلنۍ کې خپل يو ملګر وليد چې د سريندې زده کړې يې کولې وکړې. دا ډېره په زړه پوری وه. زما پلار او مور له موسيقۍ سره زما مينه احساس کړه، نو زما لپاره يې يوه سرينده وراخيسته. له هغه وخت راهيسی مې د سريندې پر زده کړې ټينګار کړی دی.

لين جاو ليانګ د سرينده ږغولو په برخه کې استعداد لري. د لسو کالو په عمر يې په تايوان کې د سرينده ږغولو په سيالۍ کې د ماشومانو ډلې اتلوالی تر لاسه کړه. ورپسی لين جاو ليانګ په پرله پسی توګه د استراليا او امريکا د موسيقۍ په پوهنځيو کې زده کړې وکړې او د اوولسو کالو په عمر يې په نړيواله کچه شهرت تر لاسه کړ. ده وويل له ښوونځي څخه له فراعت وروسته مې په هسپانيې کې د سرينده ږغولو په يوه نړيواله سيالۍ کې ګډون وکړ او لومړی مقام مې وګاټه. دغه پېښه زما د موسيقۍ په لار کې يوه ډېره مهمه پېښه وه. په هسپانيا کې مې په ډېرو نندارو کې ګډون کړی او ډېرې تجربې مې راغونډ کړي دي.

د لين جاو ليانګ په أند د سرينده ږغولو زده کول يو ډېر مشکل خو هم ډېر په زړه پوری بهير هم دی. ده وويل زه له موسيقۍ سره ډېره مينه لرم ، نو زما لپاره د سرينده ږغولو زده کول ډېر په زړه پوری دی. خو زه په دی هم پوهېږم چې ځينو کسان د زده کړې په يوه موده کې په ښکاره توګه خپله راتلونکې لاره نه شی ټاکلی. هر موسيقی پوه به له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ وي. خو داسی ستونزې په څه ډول له منځه وړلای شي؟

لومړی دا چې مونږ بايد د ټول عمر لپاره د موسيقۍ پارونه پيدا کړو. زما په أند که يو موسيقی پوه له موسيقی سره خپل احساسات او علاقه له لاسه ورکړي، نو هغه به يو موسيقی پوه نه وي.

د لين جاو ليانګ ننداره ډېره نرمه ، ښکلې او نازکه ده. کله چې لين جاو ليانګ د نندارې په ډګر کې څرګندېږي، هغه به خپله ځانګړې خندا نندارچيانو ته وړاندې کړي. د ده په أند دا به ښه وي که د نندارچيانو او مويسقی ږغوونکيو ترمنځ واټن لنډ وي. هغه هيله لري چې د ده هره ننداره نندارچيانو ته ښکلی احساس وروښبي. ده وويل زه د موسيقي له بېلا بېلو ډولونو سره مينه لرم. د بېلګې په توګه زه د باروک، کلاسيک او مانيکب موسيقۍ خوښوم او هيله لرم چې د نندارې په ترڅ کې نندارچيانو ته خپلې ځانګړتياوې څرګندې کړم. موسيقۍ ږغول ډېر په زړه پوري دي ځکه هر کس يو شان اهنګ ږغولی شي، خو دا امکان نه شته چې د دواړو کسانو له خوا ږغول شوی اهنګونه يو شان وي.

لين جاو ليانک له شلو کلونو راهيسی په نړۍ کې لوړپوړي سرينده ږغوونکی ګڼل کېږي. هغه د نندارې د تجربو په هلکه وويل تخنيکونه ډېر مهم دي. خو تخنيک يوازی د موسيقۍ يوه برخه ده، موخه نه. د يو موسيقۍ پوه په توګه، د موسيقۍ له لارې نندارچيانو ته د احساساتو څرګنډول تر ټولو مهم دی.

لين جاو ليانګ دا هيله هم څرګنده کړه چې له چيني موسيقی پوهانو سره مرستې وکړي چې خپل اثار په ډېرو زياتو هېوادونو کې د موسيقی مينوالو واوروي.