<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-14 19:43:56    
د چين د کلتوري نښې ښارګوټی

cri

د چين د کلتوري نښې ښارګوټی پروژه د شپږو کلونو لپاره د غور او تياری له لارې په وروستيو ورځو کې په رسمي توګه پيل شوه او د روان کال د مارچ له پيل څخه د سپتمبر تر لومړۍ نېټې پوری به يې له نړۍ څخه د طراحۍ په اړه بېلا بېل پلانونه راغونډ شي. د جايزې ګټونکی پلان به روان کال د شان دونګ ولايت په چيو فو ښار کې د کانفوسيوس د نړيوال کلتوري فستيوال په ترڅ کې نندارې ته وړاندې شي.

ياده شوی پروژه د چين د نهه شپېته مشهورو ساينس پوهانو او وطن پالونکيو له خوا په ګډه وړاندې شوې ده. له پلان سره سم به د چين د کلتوري نښې ښارګوټی د شان دونګ ولايت د جي نينګ ښار په چوکاټ کې د مشهورو تاريخی او کلتوری ښارونو چيو فو او جو چېنګ ښارونو ترمنځ په جيو لونګ غره باندی جوړ شي. د خبر له مخې، د دغه غره ختيځ د چين د کانفوسيوزم د موسی کانفوسيوس د زېږېدنې ځای او لوېديځه خوا يې د کانفوسيوزم يو بل مهم شخصيت مېنسيوس د زېږېدنې ځای و. په دغه سيمه کې ډېرې لرغونې ودانۍ او کنډوالی ان ډېره پخوا د چيني کلتور مهمې نښې وګځيدې. د دغې پروژې د جوړولو کمېټې مشر جيانګ دا مينګ وويل

د چين د کلتوري نښې ښارګوټي جوړول د چين د ښه دوديز کلتور د خپرونې او د چيني کلتور د جاذبې ځواک د پياوړتيا لپاره يوه ستره پروژه ده. له دغې پروژې څخه به د چيني کلتور جذابيت څرګند شي او د دغه ښارګوټي جوړولو له لارې به د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو چينايان وهڅول شي چې د هېواد د يووالي او د ملي کلتور

نوښتونو رامنځته کولو او د نړۍ د بېلا بېلو کلتورونو ترمنځ د تبادلې د پياوتيا لپاره ګډ کوششونه وکړي.

چين تل د نيکه ګانو د عبادت دود لري. د هانکانګ مشهور سوداګر ښاغلی ځن شيان ځي د چين په لرغونې زمانه کې د نامتو مفکر ځن ځي له نسل څخه دی. د ده په أند د چيني کلتوري نښې ښار جوړول ډېر اهميت لري. ده وويل

زه له هانکانګ څخه راغلی او د ځن ځي د څلور اوياوم نسل لمسی يم. په وروستيو کلونو کې زه او زما کورنۍ هر کال د شان دونګ په جي نينګ ښار کې د ځن ځي او کانفوسيوس د عبادت په فعاليتونو کې ګډون کوو او هر ځل زمونږ پر احساساتو باندی ډېره ښه اغېزه کېږي. چين يو داسی هېواد دی چې د وينو اړيکيو ته په درنه سترګه ګوري. د کانفوسيوس تيورۍ زرګونه کلونه د چين پر ټولنيز پرمختګ اغېزې کړي او نن ورځ کانفوسيوس په نړۍ کې د چينايانو لپاره د وياړ يوه نښه ګڼل کېږي. نو د کانفوسيوس، مېنسيوس او ځن ځي په ټاټوبي کې به د چين د کلتوري نښې ښار جوړول هرومرو په کور دننه او نورو هېوادونو کې د چينايانو ملاتړ تر لاسه کړي.

جي نينګ ښار د کانفوسيوزم کلتور يوه سرچينه ده چې دغه کلتور له دغې سيمې څخه د نړۍ بېلا بېلو ځايونو ته خپرېږي. د معلوماتو له مخې، نه يوازی د کانفوسيوس او مېنسيوس تيوری، بلکې د چين د شپږ پنځوس مليتونو عمده کلتورونه به هم په دغه ښارګوټی کې څرګند شي. د چين مشهور کارپوه او د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کمېټې مرستيال ښاغلی شيو جيا لو وويل

چين نه يوازی ډېر زيات کلاسيک کتابونه، بلکې بی شمېره تاريخي اثار هم لري. د چين د کلتوري نښې ښارګوټی د جوړونې د يادونې په هکله زه هيله لرم چې هر کس به د دری سوه مربع کليوميټره ځمکې له څو مشهورو ځايونو څخه له دوه يا دری ورځني ليدنې وروسته په خپل فکر کې چيني کلتور او روحيه انځور کړي.

شيو جيا لو وويل د چين د کلتوري نښې ښارګوټی جوړول د هېواد دننه او بهر کې د چيني ښو دودونو او کلتورونو د څرګندولو لپاره ګټور دی. د چين د پنځه زره کلونو مرکزی ارزښت، روحيې او اخلاقو ساتل، اوږدول او خپرول به د چين د ټولنيزې هوساينې په تر سره کولو کې خپل فعال رول ولوبوي.