<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-14 20:05:44    
مغولستان ته سفر

cri

درنو اوريدونکيو زما خوشحال تايب نېکې هيلې او سلامونه ومنئ،خدای وکړی چې جوړ روغ او خوښ اوسۍ،په همدې هيله راځو د بهرنيان په چين کې د ننني پروګرام وړاندې کولو ته، قدرمنو دوستانو تاسو په تېره اونۍ کې د چين کورني يا داخلي مغولستان ته زموږ د کيسې لومړۍ برخه واورېده،او اوس چې دا دی يو ځل بيا د بهرنيان په چين کې پروګرام د خپريدو وخت رارسيدلی پاتې کيسه به درته وکړم .

درنو دوستانو هوهه هات يو ډېر ښکلی او له بيلابېلو منظرو څخه ډک ښار دی،چې د سيمې د اوسېدونکيو په وينا د پسرلي او دوبي په موسمونو کې ښکلا څو برابره زياتيږي،هو هه هات د ين شان غرونو او ژيړ سيند تر منځ پروت دی،او له پخوا څخه د چين په شمال کې يو مهم کلتوري مرکز هم ګڼل کيږي ،هلته شاوخوا د شپږ دېرشو قومونو خلک په سوله ايز چاپيريال کې ژوند سره کوي،په دغو قومونو کې د منګوليا،هان،مانچو، هوي،تبتيان،داور،ايلونچون،ايوينک،کوريا او د يو شمېر نورو قومونو وګړي شته .

موږ تر سهارنۍ وروسته چې ټول خوراکونه يې اسلامي او زياتره يې له شېدو څخه جوړ شوي و ،د ښار او تاريخي ځايونو په ليدو پسې ووتو ،ځکه هلته مو د اوسېدو موده لنډه وه ،نو ومو غوښتل چې خپل وخت يې ضايع نکړو ،او تر خپلې وسې له وخت څخه ګټه واخلو ،لومړی ولاړو د يو پخواني پادشاه د اوسېدو ځای ته ،چې دازاو نومېده،او د خپلې واکمنۍ پر مهال يې د سيمې خلکو زيات د قدر وړ کارونه کړي و،هلته هر څه په ډېره ښه توګه ساتل شوي و،د پخوانيو سرتېرو جامې،د هغه مهال ډول ډول وسلې،د اوسېدو خونه،د کار دفتر او داسې نور .

په هغې لرغونې ودانۍ کې مو ښايسته ډېر وخت تېر کړ،زموږ ملګرو په بيلابيلو برخو کې معلومات راکول،د هر لرغوني اثر تر خوا د هغه په اړه په چيني او مغولي ژبو معلومات ليکل شوي و،او دوی موږ ته ژباړل،او په ځينو وختونو کې يې هغه څه چې له خپلو مشرانو اورېدلي و هم موږ ته ويل .

کله چې د پخواني پادشاه له ماڼۍ څخه راووتو نو بهر هوا ډېره سړه وه،عمران ويل چې پنډې جامې يې نه دي اغوستي نو غواړي چې بېرته هوټل ته ولاړ شي ،هغه له موږ څخه بېل او د يو ټکسي موټر په وسيلې هوټل ته ولاړ،خو موږ خپلو ليدنو ته دوام ورکړ .

زموږ ملګرو مشوره راکړه چې د هوهه هات لرغوني سړک ته ولاړ شو،او هلته ځينې تاريخي أثار او ځايونه وګورو،موږ ورسره هو کړه ،او د ټکسي موټر په وسيلې هغې سيمې ته وخوځيدو،کله چې هلته ورسيدو نو له لېرې او له ورايه د چيني معمارۍ اثرونه تر سترګو کېدل .د پام وړ خبره خو دا وه چې حتی د سيمې نوې هټيو او بويو مارکيټونو ته هم ورته بڼه ورکړای شوې وه،په دې معنی چې ټول سړک په يو شان ودانيو او ورته رنګونو ښکلی شوی و.هلته مو زيات شيان وليدل، له واټ څخه د راوتو په ترڅ کې مې يوه مېرمن وليدله چې په ډېر مهارت او چټکۍ سره يې انځورونه ښکل،ما ورته وويل چې کوم ډول انځورنه ښکلی شي،نو يې زما د نوم پوښتنه وکړه،راته يې وويل چې د کاغذ پرمخ يې ورته وليکم،ډېر ژر لاس په کار شوه،شاوخوا پنځه دقيقې وروسته يې زما نوم د ګلانو او پاڼو په بڼه د يو لوی کاغذ پر مخ انځور کړی و،ډېر مې خوښ شو،ما د هغې مزد او ملګرو مې ورته د انعام په ډول نورې پيسې هم ورکړې .

ماسپښين و،ما خپلو ملګرو ته ووېل چې زه هم غواړم بېرته هوټل ته ستون شم ،ځکه د لمانځه وخت و،نو هغوی ټول يو ځای سره په خندا شول،او راته يې وويل د لمانځه لپاره بايد جومات ته ولاړ شې نه هوټل ته،ما ورڅخه د جومات پوښتنه وکړه،نو ويې ويل اوس جومات نه بلکې د جوماتونو په لوري خوځيږو،ما داسې فکر وکړ،چې ښايي دوی راسره ټوکې وکړي،خو تر لس پنځلس دقيقو پلي واټن څخه وروسته يو ښکلي او پراخ واټ ته ورسېدو ،چې له لېرې د جوماتونو منارې راښکاره شوې،ما کله هم داسې باور نه کاوه،چې په هغې سيمې کې به هغه شان ښکلي جوماتونه وي،ټولو ودانيو،هوټلونو،کوچنيو او لويو هټيو د اسلامي معماري بڼه درلوده .کله چې واټ ته ورننوتو،د مسلمانانو موجوديت او شتون پکې له ورايه څرګنديده،داسې پخواني او لرغوني جوماتونه مو هم وليدل چې څو سوه کاله پخوا جوړ شوي و،خولا يې هم په ښه توګه ساتنه کېده او وخت په وخت رغول شوي و.

د ماسپښين او مازديګر لمونځونه مو هملته په ښکلو جوماتون کې وکړل،بيا مې خپل همکار عمران ته تيليفون وکړ،او هغه هم راسره يو ځای شو،د ماښام تر لمانځه وروسته د اسلامي خوراکونو يو رستورانت ته ولاړو،سربېره پردې چې بيلابېل ډولونه خواړه يې درلول،ارزانه او ډېر خوندور هم و،کله چې له هغه ځايه راووتو نو ،شپه تياره شوې وه،خو هرې خواته رنګين څراغونه راځوړند و،موږ وليدل چې دغه ښکلی ښار په شپه کې خپله ځانګړې ښکلا لري،که څه هم زموږ هيڅ يوه زړه نه کېده چې له اسلامي واټ يا اسلاميک ستريت څخه ولاړ شو،خو مجبوره و،ځکه موږ ټول ښه په مزه ستړي شوي و،نو ورو ورو د هغه هوټل په لوري وخوځېدو چې مخکې مو کوټې پکې نيولې وې،چينايي ملګري مو خپلو کورونه ته ولاړل .او موږ هم خپلو کوټو ته ولاړو ،ما خپله کتابچه راواخيسته اود هغې ورځې تېر شوی حالت مې په لنډه توګه ياداشت کړ،او تر لږ ځنډ وروسته ټول ويده شولو.

د بهرنيان په چين کې د پروګرام درنو او محترمو اورېدونکيو دا دی د ننني پروګرام د پای شېبې هم رانږدې شوې نو لا چاره يم چې خدای پاماني درسره وکړم،تر بله مو په پاک رب سپارم .