د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د ولسی سياسی مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملی کميسون لومړنی رئيسه غونډه د مارچ په څوارلسمه نېټه له غرمې نه وروسته په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د سياسی بيورو غړي او د دغې کميټې مشر جيا چنګ لين د دغې غونډې مشري وکړه.
په دغه رئيسه غونډه کې د ولسی سياسی مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملی کميسون د دايمی کميټې د لومړنی غونډې د اجندا مسوده او مهال ويش منظور شوې دی چې د دايمی کميټې لومړنۍ غونډه به د مارچ له څوارلسمې نېټې څخه تر پنځلسمې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شي. دغه راز د ولسی سياسی مشورتي کنفرانس په دايمی کميټې کې د ځانګړی کميټې د جوړولو په اړه د پريکړې مسوده هم منظور شوی ده. دغې غونډې پريکړه وکړه چې ياد شوی مسوده د ولسی سياسی مشورتې کنفرانس د يوولسمی دورې دايمي کميټې لومړنۍ غونډې ته وړاندی کړي.