<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-14 20:57:03    
د چين د سياسی مشورتی کنفرانس د نوی دورې ملی کمېټې لومړی غونډه پای ته ورسيده

cri

د چين د سياسی مشورتی کنفرانس د يوولسمې دوری کمېټې لومړی غونډه د مارچ په څوارلسمه نېټه پای ته ورسيده. په يوولس ورځنی غونډه کې څه دپاسه دوه زره غړيو د هېواد د تګلارو او د وګړيو د علاقې وړ مسئلو په اړه خپل وړانديزونه وکړل او د هېواد له لوړ پوړيو چارواکيو سره يې خبرې اترې هم وکړې. د دغې غونډې په ترڅ کې د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټې غړيو د رايو ور کولو له لارې د مشر جيا چينګ لين په شمول د نوی دوری چارواکی ټاکلي دي.

د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټې مشر جيا چينګ لين چې په پر له پسی توګه دغه دنده پر غاړه اخلي، په همدې ورځ د دغې غونډې د پای په مراسمو کې يوه وينا وکړه او و يی ويل د نوی دوری ملی کمېټه بايد د حالاتو له پرمختګ او د وګړيو له نويو هيلو سره سم په بشپړه توګه خپله وړتيا وکاروي او د چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره نوی خدمتونه وکړي. هغه وويل

موږ بايد د ابادۍ پرمخبيول د خپلې لومړی دندې په توګه وبلو او په ژوره توګه د علمی پرمختګ له نظريو څخه زده کړه وکړو او و يې کاروو. بايد د پلټنې له لارې په فعاله توګه خپل وړانديزونه وکړو او د اقتصاد او ټولنې د ښه او چټک پرمختګ لپاره هڅوی وکړو.

سږنی غونډه د سياسی مشورتی کنفرانس د نوی دورې ملی کمېټې لومړی کلنی

غونډه ده چې ستر اهميت لري. له يوولسو ورځو غونډو وروسته، غړي څه احساسات لري؟ زموږ د راډيو خبريالانو له څو تنو غړيو سره مرکه وکړه.

غړې يانګ يي بن وويل

په سږنۍ غونډه کې له موږ څخه د لا لوړ ميعار غوښتنی شوی. ډېرو نويو غړيو زيار ايستلی چې د وګړيو نظريې او هيلې څرګندې کړې.

غړي مجتی ايکباير وويل

هره ملي لږکۍ خپل غړی لري او دغه غړي په عادلانه توګه په سياسی مشورتی کارونو کې ګډون کوی. زما په اند د دغو غړيو وړانديزونه به د حکومت د راتلونکو تګلارو د ټاکلو لپاره ارزښت ولري.

د چين د سياسی مشورتی کنفرانس عمده موخه دا ده چې د سياست، اقتصاد او ټولنې په شمول برخو کې د هېواد د مهمو پرېګړو په اړه سلا مشوره وکړي او خپل وړانديزونه وړاندې کوي. د معلوماتو له مخې، سږنۍ غونډې د غړيو څه دپاسه څلور زره او اوه سوه وړانديزونه تر لاسه کړی دي. د غونډې د وړانديز څانګې مرستيالې جانګ يی وويل د غړيو د زياتې پاملرنې وړ مسئلې د وګړيو د ژوند په هکله دي. هغې وويل

دا چې زموږ غړي د بېلا بېلو ډلو وګړيو استازي دي، نو دوی هغه مسئلې وړاندی کوی چې د دوی له ژوند او احساساتو سره تړاو لري. د بېلګې په توګه په کليوالو سيمو کې د درملنې بيمه او روزنه، د بزګرانو د عايداتو لوړول، د استوګنی مرکز د عامه روغتيا د سيستم بشپړتيا او داسی نور.

دغه وړانديزونه به له غونډې وروسته د څېړلو لپاره يو سل او څلور پنځوسو ارګانونو ته وليږل شي. غړي اينور وويل دوی د خپلو وړانديزونو له لارې د هېواد د سياسی چارو په سلا مشوره کې ګډون کوی او موخه يی د وګړيو هيلې څرګندول دي. هغه وويل

په تېره بيا د وګړيو د ژوند په اړه مسئلې د غړيو زيات پاملرنه ورجلبوی چې له کومې لارې زموږ وګړي د هېواد د اصلاحاتو او ورخلاصون له برياليتوبونو څخه ګټې واخلي، دا ريښتنی مسئله ده. که موږ په سمه توګه د وګړيو هيلې هېواد ته څرګند کړو او رښتنی مسئلې حل کړو، نو موږ خپل رول لوبولی دی.

سږنی غونډه پای ته ورسيده او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه راغلی غړی به بيا خپل اصلی ځای ته ستانه شي. دوی به په پر له پسی توګه د هېواد او وګړيو لپاره د ګټورو وړانديزونو د څېړنې په موخه کوششونه وکړي چې د راتلونکی کال د غونډې لپاره تياريانی ونيسی.