د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ١١ مې دورې ملی کميټې لومړی کلنۍ غونډه د مارچ په ١٤ نېټه سهار په بيجينګ کې پای ته ورسيده.د چين د دولت د رئيس هو جين تاو، وو بانګ ګوو او ون جيا باو په شمول مشرانو د دغې غونډې د پای په مراسمو کې ګډون درلود.
د دغه کنفرانس مشر جيا چين لين د نوموړو مراسمو مشری کړې او په خپله وينا کې يې وويل روان کال د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ١١ مې دورې ملی کميټې د کارونو د تر سره کولو لومړی کال دی، نو دغه کنفرانس بايد د اقتصادی پرمختګ له نويو بدلونونو سره په سمون لرلو او د خلکو له نويو هېلو سره سم خپل غوره والی او ځانګړتيا په پوره توګه وښيې او د سياسی مشورو، ديموکراتيکې څارنې او په سياسی چارو کې د ګډون دنده پر غاړه ولري چې د هوسا ټولنې او د چين د ځانګړی سوسياليزم د أبادۍ لپاره نوی خدمتونه تر سره کړي.