<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-15 17:05:47    
مونږ او اورېدونکی

cri

عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې، زه امان الله عمران يم ستاسې ټولو د روغتيا، خوشالۍ او نېكمرغۍ په هيله دا دى بيا هم د موږ او اورېدونكي پروګرام كې درسره ملګرى يم او د وړاندې كولو لپاره يې په سټوډيو كې يم. نو هيله ده د ژوند په ټولو چارو كې بريالي وئ، او دغه راز د پرورګرام اورېدو لپاره تر پايه راسره پاتې شئ. خو مخكې له دې چې ستاسې په ليكونو پيل وكړم، د يوې خبرتيا يادونه كوم، او هغه دا چې سږ كال د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونه خپله پنځه دېرشمه كليزه لمانځي، پنځه دېرش كاله مخكې د چين نړيوالې راډيو د ۱۹۷۳ كال د جولاى په پنځه لسمه په پښتو خپرونې پيل كړې. پښتو خپرونه غواړي چې پا راتلونكې اپرېل مياشت كې د خپلې پنځه دېرشمې كليزې په وياړ د اورېدونكيو تر منځ يوه سيالي پيل كړي، د غې سيالۍ پوښتنپاڼې به په اپرېل مياشت كې تاسو ټولو اورېدونكيو ته واستول شي، نو هيله ده چې تاسو ټول اورېدونكي په كې برخه واخلئ او د استول شويو پښتنو ځوابونه راواستوئ. تاسې به د خپلو ليكونو اورېدو ته به په تمه وئ، نو ستاسو او ستاسو د ليكونو تر منځ وخت ډېر نه نيسم، نو راځي چې پروګرام پيل كړو.

- لومړى د يوراج كلب د مشر محمد شفيق مقاليديار ليك را اخلم چې د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ، جونو غونډۍ له صبريو كلي څخه يې راستولى دى. له هر څه مخكې يې خپل سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كړې او بيا يې ليكلي: ستاسې پروګرامونه د تل په څېر په مينه او پوره غور سره اورو. ماشاء الله، دى وايي، ډېر ښكلي او په زړه پورې پروګرامونه خپروئ. ستاسې پروګرامونه جلا خوند او بېلابېلې ګتې لري، په هر پروګرام كې په زړه پورې معلومات خپروئ، خو تاسو بايد، نوموړى غوښتنه كوي، د افغانستان په اړه هم يو ځانګړي پروګرام ته په خپرونه كې ځاى وركړئ او د افغانستان د بېلا بېلو ځايونه په اړه په كې معلومات وركړئ. اورېدونكي مقاليد يار بيا د خپل ليك په پاى كې د پلار كلمه په څو ژبو ليكلې او هم يې د تېر لوى اختر مباركي ويلې ده. ده خپل دغه ليك د تېر ميلادي كال د ديسمبر مياشتې په دوولسمه ليكلى، چې رارسېدو يې خورا زيات وخت نيولى دى.

- دغه بل ليك را اخلم چې له لار هور څخه اورېدونكي شېر زمان را استولى دى. له سلام او نېكو هيلو ورسته يې ليكلي: ستاسې د خپرونې اورېدل مې همدا اوس پيل كړي دي. زه په يوه موسسه كې كار كوم چې د ټول پاكستان له پوهنتونونو سره تړاو لري. ستاسو پته مې له رفيع الله مندوخېل څخه واخيسته، هيله ده، اورېدونكى شېرزمان د خپل ليك په پاى كې وايي چې، زما ليك راته خپور كړئ.

- د بلوچستان له لورلايي څخه اورېدونكي بوريوال هم د رفيع الله مندوخېل په سپارښتنه او لارښوونه ليك را استولى دى. له سلامونو او نېكو هيلو وروسته يې ليكلي: دا دى ډېر په مينه خپل لومړى ليك در ډالى كوم، قدرمن ملګري رفيع الله مندو خېل دلته لورلايي ته راغلى و او موږ ته يې د چين نړيواله او نورو ډېرو خلكو ته وروپېژندله، زه هم دا دى د خپل لومړي ليك په ليكلو، دى وايي، تاسو ته د خپلو ليكونو او تماس لړۍ پيل كوم.

- د خوست د عليشېرو ولسوالۍ له كڅي كلي څخه د ميراج كلب مشر اورېدونكي شازاده احمدزي هم ليك را استولى دى. لومړى يې د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسې د خپرونې ټول پروګرامونه ډېر ښكلي او په زړه پورې دي، هيله لرم، نوموړى زياتوي، چې په راتلونكي كې مو پروګرامونه لا په زړه پورې شي او هر وخت مو برياليتوب په برخه وي. اورېدونكى شازاده بيا دوه غوښتنې كړې او وايي: ستاسې خپرونې د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت بايد زيات شي، او بل دا چې پر راډيو يوه داسې خپرونه يا پروګرام پيل كړئ چې ټوكې، شعرونه، متلونه او كيسې په كې خپروئ. ده هم د خپل ليك په پاى كې د تېر لوى اختر مباركي ويلې ده.

- دغه بل ليك را اخلم چې د حضرت سلطان كلب مشر قاري محراب الدين پرېشان په مانسهره كې د اچړيانو نهم شمېره كمپ له ملايانو كلي څخه را استولى دى. لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: د نثار احمد دليك له مخې دا چې په مانسهره كې لومړى د اريانا كلب جوړ شوى حقيقت نه لري، ځكه چې، دى وايي، محمد عارف عرفان څلور كاله د حضرت سلطان كلب غړى و. بيا وايي: عرفان زما د خور زوى دى او څلوركاله يې له ما سره كار كړى دى او زه يې له كار نه ډېر خوشاله يم. اورېدونكي محراب الدين پرېشان د شكايت او ګواښنې نورې خبرې هم ليكلې چې موږ يې دلته نه شو خپرولى. پښتو خپرونه له ټولو اورېدونكيو هيله كوي چې په زړه پورې ليكونه راواستوي، د ګواښنې، لانجمنو او ناندره ايزو خبرو ډډه وكړي، موږ دغه شان ليكونه نه خپروو او نه هم اورېدونكيو ته د پاملرنې وړ دي.

- بيا هم په خوست ولايت كې د يوراج كلب غړي اورېدونكي سليمان الدين كاكا له خوا يو ليك را رسېدلى دى. له سلامونو او نېكو هيلو وروسته يې ليكلي: ستاسې خپرونې سهار او ماښام اورم. پروګرامونه مو په زړه پورې دي او ماته ډېر خوند راكوي. بيا ليكي: د سپورټ نړۍ پروګرام كړۍ مې په غور سره واورېدې، ټولو پوښتنې مې له ځان سره ليكلې دي، او كه اوس تاسې پوښتنې راولېږئ، ان شاء الله، نومړى وايي، دغه مسابقه به ګټم، ځكه چې ستاسې پروګرامونه مې په ډېر غور او پاملرنې سره اورېدلې دي. اورېدونكى سليمان الدين كاكا بيا زياتوي: دا زما پنځم ليك دى چې تاسو ته يې در استوم، خو تاسو مې، دى وايي، يوازې يو ليك خپور كړى دى، نه پوهېږم چې نور ليكونه مې تاسو څه كړي دي. اورېدونكى سليمان الدين كاكا د خپل ليك په پاى كې ليكي: په خوست كې ستاسو راډيو ډېره كمزورې اورېدل كېږي، هاغه د چا خبره، نوموړى وايي، لږ باروت ورزيات كړئ نو ډېره ښه به وي. ده بيا يو شعر رالېږلى او وايي:

د صحرا دښتو مېرو خبره نـــــــــــــــــــــــــــه ده مينه دوه كوي د درو خـــبره نه ده

چې جانان وي سترګې سترګو كې پوهېږي د شپېلكو اشارو خــبره نـــــــه ده

بايد لوږې تندې تېرې كړې زړګيـــــــــــــــــــــه محبت د مسخــــرو خـبره نــــــه ده

په تقدير كې نوشته به ضرور كــــــــــــــــــــېږي د دعا او د ښېرو خـــــبره نـــــــه ده

- دغه بل بيا له پېښور څخه اورېدونكي بلال رالېږلى دى، له سلامونو او نېكو هيلو وروسته يې ليكلي: زه ستاسو پخوانى اورېدونكى يم، مهرباني وكړئ، نوموړى وايي، موږ ته بېجېنګ اولمپيك سپورټي لوبو په اړه معلومات راكړئ. بيا زياتوي: پروګرامونه مو خور ډېر ښايسته دي او هر وخت يې په مينه او ډېرې جذبې سره اورو. اورېدونكي بلال بيا يو كارډ هم رالېږلى دى او په هغه كې يې يو شعر ليكلى او وايي:

زه د هجر په درياب لاهو غرقـــــــېږم ملاح نه كړې په راتلو مې شتاب څه له

ما ګڼل چې به كښتۍ د جانان راشي نا معلوم به كوزېدم په درياب څـــــــه له

زندګي د يار په خط او كـــــــــتابت وه اوس يې بند كړ د خطونو ځواب څــه له

چې الوت دې د ټپوس برابر نـــــــــــــه و تا ختل كړه برابر د عقـــــــــــــاب څـــــه له

زه خو هسې هم حلال دا ستا په غم يم بندو بست راته كوې د قصاب څـــــه لـه

- د اورېدونكي بلال له په زړه پورې شعر څخه مننه كوو، هيله ده هر وخت په زړه پورې ليكونه راواستوي، هيله ده تاسې ټول اورېدونكي د سي آر آى راډيو پښتو خپرونې د پنځه دېرشمې كليزې په وياړ تر سره كېدونګي سيالۍ كې برخه واخلئ چې د راتلونكې اپرېل په مياشت كې پيل كېږي او په اړه به يې پوښتنپاڼې تاسې ته درواستول شي. په سيالۍ كې ستاسو د پرياليتوب او فعالې ونډې هيلمن يم.

- درنو اورېدونكيو، موږ ته ستاسې له خوا رارسېدلي ليكونه مو ولوستل، اوس به موسيقۍ ته نوبت وركړو، او د اورېدونكي نثار احمد احمدي په غوښتنه به د استاد اولمير سندره واورو، چې په خپل مخكيني ليك كې يې كړې وه.

- درنو اورېدونكيو د استاد اولمير سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.