<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-15 19:11:55    
د چين د دولت رئيس مرستيال شي جين پينګ ژوند لړ

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ کلنۍ غونډې په يوه عمومي غونډه کې چې د مارچ په پنځلسمه نېټه تر سره شوه، ښاغلی شي جين پينګ د چين د ولسي جمهوريت د دولت رئيس مرستيال په توګه وټاکل شو.

ښاغلی شي جين پينګ چې په ١٩٥٣ کال کې زېږېدلی او په ١٩٧٤ کال کې يې د چين د کمونست ګوند غړيتوب تر لاسه کړ، د هان قوم وګړی دی او په قانون کې يې ډاکتري اخيستې ده. ده د شان شي ولايت د يان چوان ولسوالۍ په کليوالو سيمو کې کار کړی او وروسته يې په چينګهوا پوهنتون کې زده کړه کړې ده. له ١٩٨٢ کال وروسته يې په هه بې او فو جيان ولايتونو کې کار کړی او د فو جيان ولايت د ځای ناستي والي، د جه جيانګ ولايت د ګوندي مشر او د شانګهای ښار د ګوندي مشر دندې هم تر سره کړې دي. دی له ٢٠٠٧ کال څخه تر اوسه پورې د چين د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړيتوب لري او د مرکزي سکرتريت د منشي دنده تر سره کوي.