د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس د کلنۍ غونډې په يوه عمومي غونډه کې چې د مارچ په پنځلسمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه، ښاغلی وو بانګ ګو د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې د مشر په توګه وټاکل شو.
ښاغلی وو بانګ ګو چې د هان قوم يو انجينير دی، په ١٩٤١ کال کې زېږېدلی او د ١٩٦٤ کال په اپريل کې يې د چين د کمونست ګوند غړيتوب تر لاسه کړی دی. ده په ١٩٦٧ کال کې له چينګهوا پوهنتون څخه له فارعېدو وروسته د شانګهای په يوه فابريکه کې په خپل کار پيل وکړ. له ١٩٩١ کال څخه تر ٢٠٠٢ کال پورې د شانګهای ښار د ګوندي مشر، د ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، د ګوند د مرکزي کمېټې د سکرتريت د منشي او د صدر اعظم مرستيال په توګه وټاکل شو. له ٢٠٠٢ کال وروسته د ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړی شو او په ٢٠٠٣ کال کې يې د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې د مشر دنده پر غاړه واخيسته او د خپل ماموريت د تېرې مودې پاي ته له رسېدو وروسته يو ځل بيا د روانې مياشتې په پنځلسمه نېټه د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې د مشر په توګه وټاکل شو.