<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-15 19:29:04    
د چين د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر هو جين تا د ژوند لړ

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د يووولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ کلنۍ غونډې په يوه عمومي غونډه کې چې د مارچ په پنځلسمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه، ښاغلی هو جين تاو يو ځل بيا د چين د ولسي جمهوريت د دولت رئيس او مرکزي پوځي کمېټې د مشر په توګه وټاکل شو.

ښاغلی هو جين تاو چې د هان قوم دی، په ١٩٤٢ کال کې زېږېدلی او په ١٩٦٤ کال کې يې د چين د کمونست ګوند غړيتوب تر لاسه کړی دی. ده د تېرې پېړۍ په شپږمه لسيزه کې د چينګهوا پوهنتون د اوبو لګولو له څانګې څخه له فارغېدو وروسته د اوبو او بريښنا په وزارت کې کار پيل کړ. له دې وروسته يې د هېواد د ځوانانو ټولنې د مشر، د کمونستو ځوانانو د مرکزي کمېټې د سکرتريت د لومړي منشي او بيا د ګوی جو ولايت او تبت د خپلواکې سيمې د ګوندي مشر په توګه وټاکل شو. ښاغلي هو جين تاو له ١٩٩٢ کال څخه تر ٢٠٠٢ کال پورې د چين د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايمي کمېټې د يو غړي، د مرکزي سکرتريت د يو منشي، د دولت د رئيس مرستيال او د مرکزي پوځي کمېټې مرستيال دندې پر غاړه اخيستي دي. په ٢٠٠٢ کال کې د چين د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، د دولت رئيس مرستيال او د مرکزي پوځي کمېټې د مرستيال په توګه وټاکل شو، له ٢٠٠٣ کال څخه د چين د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شو او له ٢٠٠٥ کال څخه تر اوسه پورې د چين د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې د مشر دندې پر غاړه لري.