د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ناتو د امنيت نړيوالو مرستندويه ځواکونو د مارچ په پنځلسمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د ناتو يو کاروان د همدې ورځې په سهار د دغه هېواد په خوست ولايت کې له يو ځانمرګي بريد سره مخامخ شو چې له امله يې لږ تر لږه يو تن عام وګړی او د ناتو يو سرتېری ټپي شو.
د ناتو يو مطبوعاتی چارواکي دې ته اشاره وکړه چې ياد شوی بريد د همدې ورځې د سهار په يوولسو بجو وشو او يو بريد کوونکی خپل موټر د ناتو له کاروان سره نژدی کړ او بمي چاودنه يې تر سره کړه.
وسله والو طالبانو د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.