د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، ښاغلی ون جيا باو د چين د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ کلنۍ غونډې په شپږمه عمومي ناسته کې له رايې ورکونې سره سم د صدر اعظم وټاکل شو.
د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ کلنۍ غونډې شپږمه عمومي ناسته د مارچ په شپاړسمه نېټه تر سره شوه چې د رايې ورکونې له لارې په کې صدر اعظم، د مرکزي پوځي کمېټې مرستيال او غړي، د لوړې محکمې مشر او د لوړې څارنوالۍ مشر وټاکل شول.
د يادې شوې رايې ورکونې له مخې، ښاغلی هر يو ګو بو شيونګ او شو څای هو د چين د ولسي جمهوريت د مرکزي پوځي کمېټې د مرستيالانو په توګه وټاکل شول. دغه راز ښاغلی هر يو وانګ شنګ جون او څاو جيان مينګ د لوړې محکمې او څارنوالۍ د مشرانو په توګه وټاکل شول.