<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-16 19:03:38    
لسم لوست

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! زه احمد زلمی مود چينی ژبې لوست ته هرکلی کوم ! ډېر خوشحاله يم چې د پروګرام په دغه برخه کې له تاسو سره يو ځای د چينی ژبې په پروګرام کې ملګری يم . هېله لرم چې تاسو په اسانه توګه او په خوشحالۍ سره چينی ژبه زده کړئ او تری ګټه واخلئ .

ګرانو دوستانو ! د تير په شان له هرڅه مخکی مونږ تير لوست ته يوه لنډه کتنه وکړو :

这位是张先生。جه وۍ شي جانګ شيان شنګ .

دا ښاغلی جانګ دی .

这是我的名片。جه شي وو ده مينګ پيان .

دا زما د پېژندنې کارډ دی .

见到你很高兴。جيان داو ني هن ګاو شينګ .

زه ډير خوشحاله يم چې له تاسو سره مووليدل .

ګرانو دوستانو! ايا تاسو پوهيږئ چې په دغه مرکه کې مينګ پيان څه معنی لری؟ مينګ پيان يعنی د يو کس د پېژندنې کارډ . له ما سره يی تکرار کړئ : مينګ پيان، مينګ پيان .

ګرانو دوستانو! کله چې تاسو په چين کې له يو نوی دوست سره وګوری نو د دود له مخی به دغه کس تاسو ته د پېژندنې کارډ ورکړي . ځکه چې پر دغه کارډ باندی د هغه تفصيلی معلومات ليکل شوی د بېلګې په توګه نوم، دنده او د تلېفون لمبر .

ګرانو دوستانو! اوس مونږ يوه نوی مرکه سره اورو :

麻烦你了。مافن ني له

ما تاسو ته ستونزې رسولې دي .

谢谢。شيې شيې

مننه کوم .

非常感谢。فۍ چانګ ګن شيې

ډيره مننه کوم .

不用谢。بو يونګ شيې

د مننې وړ نه دی .

不客气。بو که چي

د مننې وړ نه دی .

ګرانو دوستانو! ټولې يادې شوې کلمې د مننې څرګندولو او ځواب ورکولو په اړه دی چې په چين کې ډير کارول کيږی .

کله چې ستا دوست له تاسو سره مرسته کړې ده نو تاسو غواړی مننه ورڅخه وکړئ . نو په چين کې خلک څرنګه مننه څرګندوی ؟ شيې شيې د مننې معنی ورکوي . شيې شيې دغه کلمه مونږ په تيرو لوستونو کې زده کړې وه . خو په دې اړه يوه بله چينی کلمه هم دمننې معنی ورکوي يعنی ما فن ني له . د دغې کلمې معنی دا ده چې ما تاسو ته ستونزې رسولې دي . ما فن يعنی ستونزې او ني يعنی تا يا تاسو . مافن ني له يعنی ما تاسو ته ستونزې رسولې دي . تاسو له ما سره د مرستې کولو په ترڅ کې خپل ځان ستونزو ته ورکړی نو دغه کلمه په حقيقت کې د مننې معنی ورکوي .

ګرانو دوستانو! تاسو پوهيږئ که نه فۍ چانګ ګن شيې څه معنی لری ؟ تاسو ته معلومه ده چې شيې شيې د مننې معنی لری دغه راز فۍ چانګ يعنی ډير نو فۍ چانګ ګن شيې يعنی ډيره مننه کوم يعنی د مننې احساس ډير ټينګ دی .

کله چې ستا دوست له تاسو مننه کړې ده نو تاسو څرنګه ځواب ورکړئ ؟ تاسو بايد ووايئ : بويونګ شيې يا بو که چي .

بو يونګ شيې او بو که چي چې دواړه کلمې يو شان معنی لری يعنی د مننې وړ نه دی .

سمه ده اوس مونږ دغه کلمې يو ځل بيا سره واورو :

麻烦你了。مافن ني له

ما تاسو ته ستونزې رسولې دي .

谢谢。شيې شيې

مننه کوم .

非常感谢。فۍ چانګ ګن شيې

ډيره مننه کوم .

不用谢。بو يونګ شيې

د مننې وړ نه دی .

不客气。بو که چي

د مننې وړ نه دی .

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده ، هېله لرم چې تاسو په مناسب فرصت کې د ژبې زده کولو زيات تمرينونه وکړئ . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !