<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-16 19:49:59    
د چانګ ئه د لومړی لمبر په نوم د پلټونکی سپوږمکۍ له خوا رالېږل شوی سندری

cri

ګرانو اورېدونکو، چين د ٢٠٠٧ کال د اکتوبر په ٢٤ نېټه په بريالۍ توګه د چانګ ئه د لومړی لمبر په نوم پلټونکی سپوږمکۍ وتوغوله او په دی وروستيو ورځو کې د دغې سپوږمکۍ له خوا له ځمکنۍ کرې څخه په ٣٨٠ زره کيلو متره ليرې واټن نه د سپوږمکی لخوا په بريالی توګه ٣٠ سندری رالېږل شوی دی٠

د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته ٣ نوموړی سندری وړاندی کړو چې د چينايانو لخوا په ګردې کرې کې ټاکل شوی ٠ لومړی به موږ په ګډه د جانګ يه له خوا ويل شوی يوه سندره واورو چې نوم يې دی نوی زمانې ته رسيدل ٠دغه سندره په ١٩٩٧ کال کې جوړ شوی او پکې نوی پيړۍ ته د رسيدو په وخت کې د چينايانو سالم احساسات څرګندېږي٠

ګرانو اورېدونکو، د ٢٠٠٦ کال په جولای کې د چانګ ئه د لومړی لمبر په نوم د لومړنی پلټونکی سپوږمکۍ له توغولو مخکې د چين د دفاعی، علومو او صنعتی کميټې د چين د موسيقی د پوهانو ټولنې او د چين د مرکزی تلويزيونی ستيشن سره يو ځای د دغې سپوږمکۍ له خوا د لېږل شويو سندرو د ټاکلو فعاليت پيل کړ چې د ټولنې د بېلا بېلو برخو پاملرنه يې ورجلب کړه او د جدی څېړنی او پوره بحثونو له امله په پايله کې ٣٠ سندری وټاکل شوې٠

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د لی ګو يي له خوا يوه ويل شوی سندره واورېده چې نوم يې و د يادونی وړ نننۍ ماښام٠ دغه سندره د ١٩٨٤ کال د مرکزی تلويزيوني

ستيشن د لومړنۍ ماښامي غونډې لپاره يوه ځانګړه سندره ده چې پکې د وګړيو ترمنځ د رښتنې دوستی ستاينه کېږي٠

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د پنګ لی يوان له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی د هيلی د ترسره کيدو په لار کې٠ دغه سندره د تېری پيړۍ د اتمې لسيزې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلاری د پلی کيدو په پيل کې جوړه شوه٠

ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!