د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د م م د چاپېريال ادارې د مارچ په شپاړسمه نېټه د سويس په زوريخ کې يو راپور خپور کړ. په راپور کې ويل شوي چې اوس په نړۍ کې کنګل په ګړندی توګه د ويلی کېدو په حال کی دی. دغه ادارې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د کنګل د ساتنې لپاره سمدلاسه تدبيرونه ونيسی چې د څښلو وړ اوبو د عمده سرچينې په توګه بلل کېږی.
د م م د چاپېريال ادارې او د زوريخ پوهنتون د کنګل څارنې مرکز د همکارۍ په ترڅ کې د دېرشو کنګلونو د پلټنې له پايلې څخه څرګندېږی چې د دغو کنګلونو د ويلی کېدو سرعت زيات شوی دی. له ٢٠٠٥ کال څخه تر ٢٠٠٦ کال پوری د کنګل د ويلې کېدو سرعت د مخکې کال په پرتله دوه برابره شوی و. په ياد شوی راپور کې ويل شوي چې د نړيوالې تودوخې زياتوالی د دغې پايلې د رامنځته کېدو مهم لامل دی.