<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-16 20:15:17    
په ځينو لوېديځو هېوادونو کې د جګړې پر ضد لويې مظاهرې وشوې.

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په عراق کې د جګړې د پيل پنځمې کاليزې په رارسېدو سره د امريکا، کانادا او بريتانيا په شمول د ځينو لويديځو هېوادونو وګړيو څو ورځې مخکې د لويو مظاهرو په تر سره کولو سره په عراق کې له جګړې سره خپل مخالفت څرګند کړ.

د امريکا په لوس انجلېس کې نژدی لس زره تنو د مارچ په پنځلسمه نېټه د جګړې پر ضد په لويه مظاهره کې ګډون وکړ. مظاهره کوونکو د امريکا ولسمشر جورج بوش له خوا په عراق کې د جګړې له پيل کولو سره مخالفت څرګند کړ او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې په عراق کې جګړه پای ته ورسوي.

په بريتانيا کې په همدې ورځ هم د جګړې پر ضد لويه مظاهره وشوه. مظاهره کوونکو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې له عراق او افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي.

برسېره پر دې، په همدې ورځ د کانادا په نژدی شلو ښارونو کې هم د حکومت له خوا په افغانستان کې د دغه هېواد ځواکونو د ماموريت مودې له اوږدولو سره د مخالفت لويې مظاهرې وشوې. مظاهره کوونکو له اړوندو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې په افغانستان او عراق کې له ټولو پوځي عملياتو څخه لاس واخلي.