<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-17 19:07:19    
سپين ږيری ما ليان شينګ د عجيبو ډبرو له ټولولو سره ډيره مينه لری

cri

 د چين شينجيانګ ته د کتنی پروګرام په نننۍ کړۍ کی به تاسو ته د اوروموچی ښار سپين ږيری ډبره ټولوونکی ما ليان شينګ دروپيژنو چې هغه د چين د هان قوم يو هېوادوال دی٠

لږه موده مخکې زمونږ د راډيو يو خبريال د سپين ږيری ما ليان شينګ کور ته ورغلی و او يوه مرکه يې ورسره کړې ٠ د هغه د کور پنځه المارۍ له راټول شويو ډول ډول ډبرو څخه ډکې دي چې لويه ډبره يې په دوو کسانو سره پورته کيدای شی او کوچنی يې يوازې له يو نوک سره برابره ده٠ سپين ږيری ما ليان شينګ هره ډبره د ګوهر په توګه بولی٠ هغه د هرې ډبرې په هکله داسی کيسه کوي :

 وګوره چې په دغه ډبره کې د يو کوچنی مرغ تصوير ليدل کيږی، په دغه ډبره کی يوه نڅا کوونکې پيغله، په دغه کې يوه ميښه ليدل کيږی٠ د يادونې وړ خبره دا ده چې په دې ډبره کی د چين نقشه شته او تر اوسه پوری په ټول چين کې زما دغه ډبره يوازنی ډبره ده ٠ ما د شينجيانګ په خوتان کې د اتو کلونو لپاره عجيبې ډبرې پيدا کړې ، خو ددغې ډبرې په شان مې بله ډبره نده ليدلې٠ ٌ

لږ موده دمخه د ما ليان شينګ لخوا د راټولو شويو ډبرو په منځ کې يوې هغې ډبرې چې ورباندی موجود تصوير کټ مټ د چين د پخوانی مشر ماو تسی دونګ د عکس په شان دی، يوه لويه جايزه ترلاسه کړه چې د شينجيانګ د ټولوونکو ټولنې لخوا ورکړه شوه٠ د سپين ږيری ما ليان شينګ لخوا د راټول شويو ډبرو شمير يو سل او پنځوسو ته رسيږی او تقريبأ په شپږو لړونو ويشل کيږی٠ له دې جملې څخه د کسانو په لړ کی د چين د پخوانی ماو تسی دونګ ، نجلۍ، کليوالې ښځې او سپين ږيري تصويرونه او حتی د سپين ږيری لخوا د تمباکو څکولو نقش هم شامل دی او د ژويو په لړ کی د غوايې او ميښې ، سپي، خر ، پيشو، تارکښ ، کارغې او هيلۍ تصويرونه ليدل کيږی٠ دغه راز د قرم غره يشم ، عقيق او بلور په شمول قيمتی ډبرې او د خوتان سپين شفاف يشم هم د سپين ږيری ما ليان شينګ په راټول شويو ډبرو کی شامل دي٠

سپين ږيري په عمده توګه د قرم غره عجيبې ډبرې راټولوی ٠ عجيبې ډبرې يو ډول طبيعی ډبرين هنری توکي او د ليدو وړ ښکلی شيان دي٠ هغه کله نا کله د وچې ډوډۍ او څښاک اوبو په وړلو سره له قرم غره او پراخې صحرا څخه عجيبې ډبرې پيدا کوی او په دې ترڅ کې له سختو طوفانونو، ګرمۍ او يخنۍ څخه هم نه ويريږی٠ هغه وويل :

 يوه ورځ زه د عجيبو ډبرو د لټولو لپاره قرم غره ته وختم، خو درې ورځې وروسته مې هيڅ حاصل ترلاسه نه کړ ، له غره څخه د ښکته کيدو په بهير کې د لوږې ، تندې او ستړيا له امله پر مځکې باندی ناست وم او د وچې ډوډی خوړلو او اوبو څښلو وروسته مې بيا په پلی تګ پيل کاوه چې د شپيتو کيلومترو لار له وهلو وروسته د بس سټيشن ته ورسيدم٠ ٌ

بل ځل سپين ږيری ما ليان شينګ د عجيبو ډبرو د پيدا کولو لپاره د قرم په لړيزو غرونو کی شپږ ورځې تيرې کړې، خو د خوښۍ وړ هيڅ ډبره يې نه وه موندلې، هغه د لوږې او ستړيا له امله ګامونه نشول پورته کولای٠ کله چې پر مځکې باندی کيناست او وچه ډوډی يې خوړله، د يوې پښې په وسيلې يې يوه کوچنی توره ډبره د مځکې له لاندی څخه راوايسته٠ هغه په دقت سره وليدله چې د دغې ډبرې سپين نقش بند کټ مټ د چين د پخوانی مشر ماو تسی دونګ د عکس په شان دی٠ هغه د يو ماشوم په شان له مځکې څخه ټوپ وواهه او ستړيا او د پښو درد يې هير کړ او په اوږده دره کې يې چغې وهلې : ٌ ما يوه عجيبه ډبره پيدا کړې چې ورباندی د رئيس ماو تسی دونګ عکس ليدل کيږی ! ٌ

اوس سپين ږيری ما ليان شينګ په خپله سيمه کې يو مشهور ټولوونکی ګرځيدلی دی٠ له اتو کلونو راهيسی هغه هره شنبه او يکشنبه بازارونو ته ځی او هلته يې زيات ارزښتناک توکي اخيستي دي٠ هغه څو کلونه مخکې د څلور زرو يوانو په بيه يوه عجيبه ډبره اخيستې، خو اوس د دغې ډبرې ارزښت له يو مليون يوانو څخه اوښتی دی٠

 لس کلونه کيږی چې دری شيپته کلن ښاغلی ما ليان شينګ د توکيو په ټولولو بوخت دی٠ د ده په راټول شويو توکيو کې پر عجيبو ډبرو برسيره ټکټونه ، رسيدونه او ونډې هم شاملې دي٠ نن سبا دی هر سهار د الماريو په وړاندی دريږی او خپلې قيمتي ډبرې ګوری٠ هغه وويل: اوس د لرګيو پر يوې تختې باندی د راټول شويو ټکټونو او ونډو په سريښولو سره د شينجيانګ د يوې نقشې په جوړولو لګيا دی او بل پلان هم لری چې يو کورنی موزيم پرانيزی ترڅو لا زيات خلک د ده له راټول شويو توکيو څخه خوند واخلی٠

ګرانو دوستانو، همدااوس مو د چين د شينجيانګ د مشهور ډبره ټولوونکی ما ليان شينګ په هکله يو راپور واوريد ، اوس له تاسو څخه يوه پوښتنه کوم چې د ما ليان شينګ لخوا راټول شوې کومې يوې ډبرې د شينجيانګ د ټولوونکو ټولنې لويه جايزه ترلاسه کړې ده ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کې سم ځواب راکړئ ! ستاسی د برياليتوب په هيله ! نيکمرغه اوسئ !