<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-17 19:12:29    
په چين کې د کورونو بيې د تنظيم او کنترول تګلارې په پلی کولو کې ښې پايلې تر لاسه شوې

cri

اوس په چين کې د کورونو بيه د پاملرنې وړ مسئله ده. د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې غړی چې د دغه کنفرانس په نوبتی کلنۍ غونډه کې يې ګډون درلود، زموږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې د دغې مسئلې په هکله خپله نظريه څرګنده ده. د دوی په أند د چين حکومت د کورونو بيې د تنظيم او کنترول تګلارې په پلی کولو کې ښې پايلې تر لاسه کړې دي،نو په راتلونکيو څو کلونو کې به د چين د کورنيو بيه ثابته وي.د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغې مسئلې په هکله لږ څه معلومات وړاندی کړو.

د پخوا په پرتله د ٢٠٠٧ کال پسرلی اختر د بيجينګ د فنګ تای سيمې د سپين ږيری لی ون څای لپاره د خوښی وړ و، ځکه چې په خپل نوي کور کی يې دغه اختر ولمانځه. د ښاغلی لی کورنۍ څلور تنه غړي شته ،پخوا د عايداتو د لږوالی له امله د دوی د استوګنې شرايط ښه نه و او ټولو غړو په مجبورۍ سره په يوه داسی کوټه کی ژوند کاوه چې مساحت يې چوارلس مربع متره دی. خو د ٢٠٠٧ کال له پسرلۍ اختر مخکی د بی وزليو کورنيو د استوګنې مسئلې د حل په موخه د ټيټې کرايی کورونو هغه تګلاره د سپين ږيری لی ون چای په استوګنې سيمه کې پلی شوې چه له امله يې اوس کورنۍ د څلويښت مربع مترو په مساحت په نوی کور کې ژوند کوي او مياشتنی کرايه بيه يی يوازی اتيا يوانه ده چې د نورو ډولونو کورونو د کرايې په پرتله يې

يو په لسمه برخه نيسی.

سپين ږيری لی ون چای په خوشحالۍ سره وويل احساس می ښه دی او ډېر خوشحاله يم چې حکومت دغه کور ما ته راکړی دی.

د ٢٠٠٧ کال له پسرلۍ اختر مخکی د بيجينګ ښار د فنګ تای په سيمه کې د ښاغلی لی په شان د بی وزليو کورنيو شمېر ٣٩ ته رسيده. د دغه ډول کورونو په کرايه ورکولو تګلاره د چين د کورونو له اوسنۍ بيې سره تړاو لري.

په وروستيو کلونو کې د چين د کورونو بيه يوه توده مسئله ده. د اقتصاد د چټک پرمختګ له امله د کورونو بيې د زياتوالی انډول هم چټک شوی په تېره بيا د بيجينګ او شانګهای په ګډون لويو ښارونو کې د کورونو بيه ډېره لوړه ده. په دی هکله د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې غړی او د شانګهای د ټولنې اکادمۍ د ښارونو او کورونو د څېړنې مرکز مشر جانګ هونګ مينګ وويل د کورونو د بازاری کيدو په وړاندی د ودانيو بيې زياتوالی عادی دی.هغه وويل  د کورونو بيه د بازاری برابرۍ او اړتيا ترمنځ د اړيکيو له خوا ټاکل کيږي. د چټک اقتصادی پرمختګ او د ښاری کيدو بهير د چټکتيا په ترڅ کې کورونو ته د خلکو اړتيا لا زياته شوې ده . خو د کورونو برابرونه کافی نه ده . ځکه چې د حکومت له خوا برابره شوې ځمکه محدوده ده، نو د کورونو بيه به هرو مرو زياته وي.

سربېره پردی د دغه غړي په أند د خلکو عايداتو چټک زياتوالی د کورونو بيې د لوړوالی يو مهم لامل دی.هغه وويل د خلکو د عايداتو له زياتوالی وروسته ځينی تر لاسه شوې ګټې د ژوند په ښه والی، ځينی برخه يې په پانګونه او نوره برخه يی ښايی په احتکاري چارو کې وکارول شی.په همدی وخت کې له کورونو سره د چينايانو د مينې له امله د کورونو اخيستنه هم د پانګونې لپاره يوه مهمه لاره ده چې دا په وروستيو کلونو کې د چين د کورونو بيه د چټک لوړوالی يو بل لامل دی.

د چين حکومت د کورونو بيې د ثابتېدو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي، لومړی يې د خلکو له حده زياتو اړتياوو مخنيوی کړی دی، دوهم د ځمکو کارولو د عمومی پلان د پلی کولو په حال يی د کورونو بازار د بدلون له حالت سره سم د ځمکې برابرونې عمومی اندازه، جوړښت او لارې چارې په وخت تنظيم کړې او د کورونو جوړونکيو د هغو عملياتو مخنيوی کړی چې د احتکار لپاره ځمکی ساتي او په بدنيت سره د کورونو بيه لوړوي. سربېره پردی د چين حکومت هغه تګلاره هم غوره کړې چې په ټيټه کرايه خلکو ته کورونه ور کوي چې د بی وزليو کورنيو د استوګنې شرايط ښه شی.

ښاغلی جانګ هونګ مينګ د دغو تدبيرونو پلی کولو د پايلو ستاينه وکړه.

د يوې شمېرنې له مخې د ٢٠٠٧ کال له وروستيو دريو مياشتو څخه د چين په عمده ښارونو کې د کورونو اړتياوو او د کورونو بيې پرمختيايی انډول کم شوی دی. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې د يوې شمېرنې له مخې د روان کال په جنورۍ

کې د چين د سن ځنګ او ګوانګ جو په شمول عمده ښارونو کې د کورونو بيه کمه شوې چې په ترڅ کې د سن ځنګ ښار د کورونو بيه د تېر کال د دسمبر په پرتله په سلو کې ١ اعشاريه ٢ کمه شوې او د ګوانګ جو په سلو کې صفر اعشاريه ٥ ټيټه شوې ده. نو د چين د کورونو بازار په عمومی توګه په معقوله لاره روان دی.