<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-17 19:01:54    
د چين په ملي ولسي کانګرس کې د کليوالو استازيو رول پياوړی شوی دی.

cri

چين يو مليارډ او درې سوه مليون تنه نفوس لري چې زياتره يې بزګران دي. په چين کې د ځينو تاريخي لاملونو له مخې د ښارونو او علاقه داريو ترمنځ توپيرونه ډېر زيات دي. په وروستيو کلونو کې د چين حکومت د کرنيزو چارو د پرمختګ لپاره زياته پانګه لګولې او په کليوالو سيمو کې يې د توليد او ژوند شرايطو د ښه والي لپاره کوښښ کړی دی. په همدې مهال چين د بزګرانو د سياسي حقونو ساتلو ته مخ په زياتېدونکې پاملرنه کوي. د چين د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس په لومړۍ کلنۍ غونډه کې چې اوس په بېجينګ کې روانه ده، د کليوالو استازيو شمېر په څرګنده توګه زيات شوی دی.

ښاغلی وانګ لان چنګ چې د شان دونګ ولايت د جي نينګ ښار له کليوالې سيمې څخه راغلی، د څو کلونو په اوږدو کې يې په بېجينګ کې د يو ساختماني کارکوونکي په توګه کار کړی دی. پخوا هغه د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډې ته پاملرنه نه ده کوله، ځکه چې د ده په أند دغې غونډې له ده سره هېڅ تړاو نه درلود. خو د روان کال حالت بېل دی.

زه څلور کاله مخکې بېجينګ ته راغلی يم او د يو ساختماني کارکوونکي په توګه کار کوم. پخوا موږ کليوالو بزګرانو دوو غونډو ته پاملرنه نه کوله. خو اوس د خوښۍ وړ خبره دا ده چې په ملي ولسي کانګرس کې د کليوالو کارګرانو

استازي زيات شوي دي. دوی موږ ته د معاش نه ورکولو، د اولادونو د زده کړې او ټولنيزې بيمې په شمول يو شمېر واقعی مسئلې حلوي.

روان کال درې تنه کليوال کارکوونکي د چين په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د ملي ولسي کانګرس د استازيو په توګه ټاکل شوي دي. بزګر کانګ هو مينګ له يادو شويو دريو تنو کليوالو استازيو څخه يو تن دی. دی د وانګ لان چنګ په شان يو ساختماني کارکوونکی دی. نوموړي وويل چې ده د ملي ولسي کانګرس د يو استازي په توګه په سږنۍ کلنۍ غونډه کې کليوالو بزګرانو ته ورمخامخ شوې مسئلې وړاندې کړې، د بېلګې په توګه دا چې د ساختماني کارکوونکيو لپاره د طبي بيمې نظام بايد د حکومت له خوا بشپړ شي.

زه يو ساختماني کارکوونکی يم. موږ همېشه په لوړو ځايونو کې کار کوو، نو حکومت بايد د کار په مهال د ټپي کېدو او درملنې بيو او مسلکي ناروغيو د مخينيوي په برخه کې موږ ته زياته پاملرنه راکړي.

د کليوالو استازيو ترمنځ يو شمېر پرمختللي بزګران ليدل کېږي. دوی بزګران دي، خو استعداد لري او د تکنولوژيۍ په زياتو ډولونو پوهېږي. د جه جيانګ ولايت کليوال استازي يو شو ون دغه ډول يو بزګر دی. بېجينګ ته له راتللو مخکې ښاغلي يو شو ون چې د چای توليدولو د يوې لويې تصدۍ مسؤل دی، د زياتو ځانګړيو کارپوهانو په ګومارلو سره له ځان سره يو ځای څېړنيز کارونه کړي او د بزګرانو د وړانديزو راغونډولو لپاره يې له کليوالو سيمو څخه ليدنه کتنه کړې ده. ده په روانه کلنۍ غونډه کې څلور لايحې وړاندې کړې چې يوه يې په کرنيزو چارو کې د پانګونې په اړه د يو قانون جوړولو سره تړاو درلود.

په کرنيزو چارو کې د پانګونې قانون په واقعي توګه د کليوالو سيمو دايمي پرمختګ او د بزګرانو ګټو د تضمين وړ يوه لايحه ده. زما په أند، د دغه قانون د جوړولو له لارې به ټول هېواد برابر پرمختګ وکړي.

د ښاغلي يو شو ون په شان کليوال استازي ډېر زيات دي. د ملي ولسي کانګرس په روانه کلنۍ غونډه کې د کليوالو استازيو رول پياوړی شوی دی. د دوی وړانديزونه او لايحې له بېلا بېلو ساحو سره تړاو لري.

د کليوال استازي يانګ چنګ تاو په أند له دې امله چې د ښوونې او کلتور سرچينې په برخه کې د ښارونو او علاقه داريو ترمنځ توپيرونه ډېر دي، نو ځکه کليوال استازي بايد په خپله د زياتو پوهنو د زده کړې لپاره کوښښ وکړي او د هېواد د سياسي چارو په اړه زيات معلومات تر لاسه کړي. ده زياته کړه

پخوا ما فکر کاوه چې کليوال استازي يوازی د کليوالو سيمو په اړه څه وړانديزونه وکړي، خو اوس زما په أند، د ملي ولسي کانګرس استازي د هېواد د لوړ پوړي واکمنې ادارې غړي دي، نو موږ بايد د بزګرانو د ټولې طبقې د ژوند چارو سموالي لپاره مسؤليت ولرو او زموږ وړانديزونه بايد د هېواد د اقتصاد او ټولنې له پرمختګ سره سمون وخوري.