<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-17 19:53:24    
د چين پوځي موزيم

cri

د چين پوځي موزيم د بېجينګ د فو شينګ من وای په بهرنی واټ کی پروت دی. دا د چين د پوځي تاريخ لومړی موزيم دی. دغه موزيم د ١٩٦٠ کال د اګست په لومړۍ نېټه د پوځ د جوړښت د يادونې په اختر کې په رسمی توګه پرانيستل شو.

په دغه موزيم کې بنسټيز نندارتون له څلورو خونو څخه جوړېږی چې نومونه يې دا دي: د لومړۍ او دوهمې کورنۍ جګړې تالار، له جاپاني تېری کونکيو سره د جګړې تالار، د درېيمی کورنۍ جګړی تالار او د وسلو خونه ده. دغه موزيم د چين له پوځي تاريخ سره سم له پنځه زره کلونو راهيسی مهمې پوځی پېښې، شخصيتونه، اثارو، علمی تکنولوژي او د وسلو د پرمختګ په شمول يو لړ محتويات او د چين د عصري دفاع او د ملي پوځ د منظيم کېدو د جوړونې نوي برياليتوبونه وړاندې کوی.

نندارچيان په دغه موزيم کې د پخوانيو پوځي قهرمانانو ستر برياليتوبونه احساسوی او دلته د وسلو رنګارنګ معلومات هم ګڼ شمېر ځوانان راجلبوی.

د دغه موزيم پراخوالی شپږ زره او شپږ سوه مربع مترو ته رسيږی. په دغه موزيم کې د چين د ولسی جمهوريت جوړولو لپاره د اته ويشتو کلونو ولسي انقلابي مودې د يادونې په اړه دری تالارونه موجود دي چې نومونه يې دا دي: د ځمکنۍ جګړې انقلاب تالار، له جاپانی تېری کونکيو پر ضد د جګړې تالار او د هېواد د ازادۍ غوښتونکی جګړې تالار. د ٢٠٠٤ کال د فبروری په اتلسمه نېټه له بيا

پرانيستنې راهيسی يو مليون او دری سوه او شپېته زره کسانو له دغو دريو تالارونو څخه ليدنه کړې يعنی هره مياشت د نندارچيانو شمېر سل زره تنو ته رسيږی.

د دغو نندارچيانو تر منځ يو سل او لس زره سيلانيان، دری سوه زره نابالغ کسان او پنځه زره بهرنيان شامل دي. دلته د کمونست ګوند غړيو لپاره څلويښت ځله د روزنې چارې تر سره شوی دي او زياتره يې له بېجينګ او دغه راز د داخلی مغولستان، فو جيان او جي لين له ولايتونو څخه راغلی دي. دغه نندارچيان نه يوازی د دولتی ارګانونو کارکوونکي دي ، بلکی د چين د علومو ټولنې، د پوهنتونونو او لويو تصديو څخه هم راغلی دي.

د ولسی انقلابي جګړې د نندارتون ځانګړتياوې دا دي: لومړۍ، څرګند پوځي ځانګړيتوب لري چې د پخوانيو معلوماتو تنظيم شوې بڼه او له پوځ سره هغه تړاو نه لرونکی محتويات ترې ليری شوی، نو پوځی ځانګړيتوبونه يې څرګندېږی. دوهم، د نندارتون محتويات د زمان له مخې بدليږی. درېيم، د بڼې طرح کولو په برخه کې يې د طراحۍ تازه نظريې منلی دی.

د ولسي انقلابی جګړې نندارتون د هېواد د موزيمونو د ښو نندارتونونو په شپږمه سيالی کې برياليتوب تر لاسه کړ.