د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د نوی دورې ملی ولسی کانګرس لومړنۍ کلنې غونډه د مارچ په اتلسمه نېټه سهار په بريالۍ ډول په بېجينګ کې پای ته ورسيده.
د چين د دولت رئيس هو جين تاو او د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې مشر وو بانګ ګوو په جلا جلا توګه د دغې غونډې د پای په مراسمو کې ويناوې وکړې.
د دغو مراسمو عمومی اجنداوې د حکومت د کاری راپور ، د پلان او بوديجې راپور او د سترې محکمې او د لويې څارنوالی د کاری راپور په هکله د پريکړو د مسودو رايی ورکول دي.