د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان په شمال لويديځې سرحدی سيمه کې د سوات ولايت د مينګورې په علاقه دارۍ کې د مارچ په اوولسمه نېټه يوه ځانمرګی چاودنه وشوه چې دوه تنه پوليس يې ووژل او پنځه تنه نور ټپيان شول.
اوس ټپيان په ځايی روغتون کې تر درملنې لاندی دی. د پاکستان پوځ د تير کال د نومبر له درېيمې لسيزې څخه په يادې شوې سيمې کې په پوځی عملياتونه پيل وکړل او له ناقانونه وسله والو کسانو سره يې جګړه پيل کړې. خو په دې وروستۍ موده کې د پاکستان په شمال لويديځ سرحدي ولايت کې د امنيت ساتونکی پوځ په وړاندی زيات بريدونه رامنځته شوي دي.