د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس هو جين تاو د مارچ په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چين به په پوره توګه د بنسټيزې شتمنې ټولنې د جوړولو او د سوسياليستی عصري کېدو بهير د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.
رئيس هو جين تاو دغه څرګندونې په همدې ورځ د چين د نوې دورې ملی ولسی کانګرس د لومړنۍ کلنې غونډې د پای ته رسيدو په مراسمو کې وکړې. هغه وويل: اوسنی وخت د چين د اصلاحاتو او پرمختګ لپاره د کلی اهميت لري. موږ بايد تر نويو حالاتو لاندې، پر عملي نظريی او د اصلاحاتو او ورخلاصون پر تګلارې ټينګار وکړو چې د ساينس د پرمختګ او د همغږې ټولنې جوړول پياوړی کړي.