د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د نوی دورې ملی ولسی کانګرس لومړنۍ کلنې غونډه د مارچ په اتلسمه نېټه سهار په بريالی ډول په بېجينګ کې پای ته ورسيده.
د چين د دولت رئيس هو جين تاو چې په پر له پسی توګه د چين د دولت د رئيس په توګه وټاکل شو په دغو مراسمو کې وويل: هغه به د اساسی قانون سره سم په جدي توګه خپله دنده تر سره کړي او د خلکو او هېواد لپاره به د لا ښو خدمتونو لپاره هڅې وکړي او د ټولو استازيو او هېوادوالو ستره هيله خطا نه کړي.
د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې مشر وو بانګ ګوو په دغو مراسمو کې څرګنده کړه: د دغې غونډې په تر سره کېدو سره به د هېواد د بېلا بېلو قومونو وګړی وهڅول شي چې د ټينګ يووالی او سختې مبارزې له لارې د يوې نسبتې شتمنې ټولنې د جوړولو او د چيني ځانګړتيالرونکی سوسياليزم د ودانولو لپاره کوښښ وکړي.
د ملی ولسی کانګرس څه د پاسه دری زرو تنو استازيو د حکومت د کاری راپور ، د پلان او بوديجې راپور او د سترې محکمې او د لويې څارنوالی د کاری راپور په هکله د پريکړو د مسودو لپاره رايې ورکړي دي.