<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-18 14:12:46    
په جمنازيوم کې دننه د اتلتيک نړيوالی اتلوالی د چين لوبغاړو لپاره د اولمپيک راتلونکو لوبو تياريانه ده.

cri

د چين لوبغاړيو په ٢٠٠٨ کال کې په جمنازيوم کې دننه د اتلتيک په نړيوالی اتلوالی کې د سرو زرو يو مډال او د برونزو يو مډال تر لاسه کړ چې د شلو کلونو راهيسي په دغه اتلوالی کې د چين ډېره ښه پايله ګڼل کېږي. پنځه مياشتې وروسته به د بېجينګ د اولمپيک لوبې پرانيستل شي، نو د چين لوبغاړی غواړي چې د دغو سياليو له لارې خپلې روزنې وازمويی.

په جمنازيوم کې دننه د اتلتيک نړيوالی اتلوالی د مارچ په مياشت کې د هسپانيا په والينسيا کې تر سره شوې. ځکه چې دغه اتلوالی له اولمپيک لوبو نه مخکې لومړنی مهمې نړيوالی سيالی ګڼل کېږي، نو د يو سل او نهه هېوادونو او سيمو څه دباندی شپږ سوه تنه لوبغاړيو په کې ګډون وکړ. د چين د اتلتيک لوبډلې يوولس تنه لوبغاړي په نارينه او ښځينه څلور ډولونو سياليو کې ګډون وکړ. د چين په ټولو لوبغاړيو کې ليو شيانګ ډېره پاملرنه ورجلب کړې ده. هغه د شپيته مترو په واټن له موانعو څخه د ځغاستی په سيالی کې په اوه اعشاريه شپږ څلويښت ثانيو د سرو زرو يو مډال تر لاسه کړ چې دغه مډال په دغه اتلوالی کې د چين د سرو زرو يوازنی مډال هم دی. نو تر اوسه د اولمپيک لوبو، له جمنازيوم څخه بهر د اتلتيک د نړيوالی اتلوالی او په جمنازيوم کې دننه د اتلتيک د نړيوالی اتلوالی د سرو زرو مډالونه او نړيوال رکارډ ټينګ کړی دی.

له ليو شيانګ څخه پرته نورو چينی لوبغاړی په دغو سياليو کې غوره پايلې تر لاسه کړې دي چې په عادی ډول يې د خپل روزنې سويې څرګندې کړی دی. د بېلګې په توګه چينی لوبغاړې لي مې جو د سر بی توپ غورځولو په ښځينه سياليو کې په نولس اعشاريه صفر نهه مترو کې د برونزو يو مډال تر لاسه کړ. که څه هم چينی لوبغاړي شي دونګ پنګ د شپيته مترو په واټن له موانعو څخه د ځغاستی په سيالی کې په وروستی سيالی کې د ګډون حق نه دی تر لاسه کړی، خو په دغه سياليی کې د ده پايله هم وه. بر سيره پردې، چيني لوبغاړې شيی لې مې د دريو ګامونو ليری ټوپ وهلو په ښځينه سياليو کې په لومړنيو اتو تنو کې شامله شوه او شيو في د دری زره مترو په واټن سياليو کې خپله ډېره ښه پايله تر لاسه کړه او دا يې څرګنده کړه چې د چين د اتلتيک لوبغاړی د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تياری په بهير کې ګام په ګام خپلې سويې لوړو.

سيالی د روزنې يوه هنداره ګڼل کېږي، ځکه چې د لوبغاړيو نيمګړتياوې په سياليو کې څرګنديدلی شي. د چين د اتلتيک لوبډلې عمومی روزونکی وايی چې د چيني لوبغاړيو په دغو سياليو کې په بنسټيزه توګه د خپلې روزنې سويه څرګنده کړې ده. دغه راز د دوی نيمګړتياوې هم روښانه شوي دي. دغه لوبغاړی به په راتلونکو روزنو کې د خپلو نيمګړتياوو د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.

پنځه مياشتې وروسته به د بېجينګ د اولمپيک لوبې پرانيستل شي. د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړی په جلا جلا توګه د دغو اتلواليو له لارې د اولمپيک لوبو د تياری په بهير کې خپلو سويو ازموينه وکړه. د فن جو يونګ په اند، د چين لوبډلې د دغې اتلوالی له لارې خپل مقام پيژندلی دی. موږ باور لرو چې د چين لوبډله به د خپلو کوښښونو له لارې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ښی پايلی تر لاسه کړي.