<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-18 15:06:19    
نړيواله ټولنه به د نړيوال پرمختګ د پياوړتيا لپاره ښځينه چارو ته لا زياته پاملرنه وکړي

cri

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! د روان کال د مارچ اتمه نېټه د ښځو د نړيوالې ورځې له اته نويمې کاليزې سره برابره وه. روان کال ددې ورځې د يادونې لپاره د م م له خوا ټاکل شوی شعار و (( د ښځو او نجونو په چارو کې لا زياتې پانګې ولګول شي)). که څه هم ډيرو زياتو غوره ښځو نړۍ ته مهم خدمتونه ترسره کړي دي، خو نړيواله ټولنه لا هم د نارينه او ښځې ترمنځ د لا برابرۍ لپاره هڅه کوي.

د م م سرمنشي بان کي مون د مارچ په شپږمه نېټه د دغې ورځې له رارسيدو نه مخکې په خپله يوه وينا کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په ښځينه چارو کې لا زياتې پانګې ولګوي. هغه زياته کړه چې د ښځينه و په چارو کې د پانګونې زياتوالی به نړيوال اقتصادي پرمختګ او سولې ته ګټور وي. ده وويل: باور لرم چې ښځې به د پرمختګ او سولې په پياوړتيا کې لا مهم رول ولوبوي او دغه رول لا تر اوسه په پوره توګه نه دی لوبول شوی. د جنسی سپکاوی له منځه وړل نه يوازي يوه موخه ده، بلکې د م م د زريزې پرمختيا په شمول د نورو زياتو موخو د ترسره کولو يو لازمي شرط هم دی

اوس لا زياتې ښځې په نړيوالو چارو کې ګډون کوي. دوی د علمي، ښوونيزو، روغتيايي او پولي چارو په ګډون بېلا بېلو ساحو کې خپل رول لوبوي. حتی په جګړه کې هم ښځينه سرتيری شته.

دغه سندره چې تاسي همدااوس واوريده، د سودان په واو کې د چين د درېمې

ډلې سوله ساتو ځواکونو د ښځينه سرتيريو له خوا ويل شوې ده. دغه لس تنه ښځينه سرتيري په عمده توګه په سودان کې د م م د ځانګړی ډلې د دوهمې جنګې سيمې پوځي او ملکي کارکوونکو د درملنې دنده په غاړه لری.

شک نه شته چې ښځو د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې د ټولنيز پرمختګ لپاره زيات خدمتونه ترسره کړي دي چې ياد شوی چيني ښځينه سرتيری يوازی ددوی يوه ځانګړی بېلګه ده. د ښځو نړيواله غونډې چې د مارچ په شپږمه نېټه په بروکسل کې تر سره شوه، له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د نړيوال امنيت د ساتلو په موخه د ښځو رول ته پاملرنه وکړي. د اورپايی ټولنې د بهرنيو اړيکو کميټې غړې بيناتا فيريرو والدنير په دغه غونډه کې وويل: زموږ په اند، ښځې په نړيواله ټولنه کې لا مهم رول لوبولی شي. په ريښتنې توګه دوی په اروپا کې د سولې، د نظام جوړولو او له بحران وروسته د ټولنيز يووالي په ساحو کې زيات خدمتونه کړي دي او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو او ساحو ښځې هم بايد همداسی مهم رول ولوبوي.

د ښځو مقام مسئله د هېوادونو د اقتصادي او کلتوري سويې له مخې محدوده ده او ددې ترڅنګ د هماغو هېوادونو په پرمختګ باندی هم اغيزه کوي. نو نړيواله ټولنه بايد د ښځو مقام لوړولو ته ډيره پاملرنه وکړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې کوندوليزا رايس په دغه غونډه کې وويل چې د ښځو مقام د يو هېواد له پرمختګ سره نژدی تړاو لري. دی وويل:

د ښځو حقه حقونه ، فرصت او ګټه د دغه هېواد له ځواک سره نژدی تړاو لري. کله چې ښځې د زده کړې او له اقتصادي فرصتونو څخه بی برخه وي، نو بی وزلي به پر ښځو لا منفی اغيزه وکړي. نو که ښځې د هغو هېواد په

سياسی ژوند کې مناسب ځای و نه لري، نو هيڅ عدالت به نه وی ټينګ شوی.

چين په نړۍ کې ډېر لوی پرمختيايی هېواد ګڼل کېږي او چيني ښځې د هېواد د پرمختګ لپاره مهم رول لوبوي او ترې ګټه اخلي . د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې مرستيالې او د چين د ښځو ټولنې مشرې ګوو شيو ليان د مارچ په اوومه نېټه په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې وويل: د چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ سره سم، ښځينه چارې نوی پړاو ته رسيدلي دي. د ښځو حقه حقونو د ساتنې په اړه قوانين د بشپړتيا په حال کې دي ، د چين د ښځو پرمختګ تګلاره پلی شوی او د جنسۍ برابرۍ د پياوړتيا سازمانونو هم پرمختګ کړی دی. اوس په چين کې د ښځينه کارکوونکو شمير دری سوه او اوه څلويښت مليون ته رسيدلی چې دغه شمير د عمومي نفوسو په سلو کې پنځه څلويښت اعشاريه څلور برخه نيسي. موږ باور لرو چې د نړيوالې ټولنې د کوښښونو له برکته به په بېلا بېلو ساحو کې د ښځو رول لا نور هم پياوړی شی .