د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د يوولسم ملی ولسی کانګرس لومړۍ غونډه د مارچ په اتلسمه نېټه په بيجينګ کې پای ته ورسيده. د چين صدراعظم وين جيا باو له غونډې وروسته له چينی او بهرنيو خبريالانو سره وکتل او په راتلونکيو پنځو کلونو کې يې د چين د پرمختيايي لارو چارو او د چين اوسنيو تودو مسئلو په هکله د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
صدراعظم وين جيا باو وويل هغه د راتلونکي پرمختګ په چارو کې د اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ، د اقتصادی او سياسی ميکانيزم د اصلاحاتو د ژورتيا، د عادلانه ټولنيزې پياوړتيا او د سوسياليزم د روحيي او اخلاقی أبادی ته پاملرنه کوي.
صدراعظم وين جيا باو د چين د پرمختګ د موخو يادونې په وخت کې وويل په راتلونکيو پنځو کلونو کې به د چين اقتصاد نور پرمختګ وموني، د خلکو ژوند به لا ښه شي، ټولنيز پرمختګ چټک او د اصلاحاتو او ورخلاصون چارې به نوی ګام پورته کړي.
صدراعظم وين جيا باو د چين د تايوان تنګی د دواړو غاړو تر منځ د مسئلی په هکله پر دې ټينګار وکړ چې چين په م م کې د تايوان د ګډون له رايی ورکونې سره مخالفت کوي او غواړی چې د يو چين د پيژندلو پر بنسټ د دواړو غاړو تر منځ سوله ايزې خبرې اترې بيا تر سره کړي.
صدراعظم په وروستيو ورځو کې په تبت کې د دالای لاما ډلی له خوا د ويجاړونکيو فعاليتونو په هکله وويل د چين حکومت توان لري چې د تبت ثبات او عادی ټولنيز نظام وساتي او د تبت د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ملاتړ وکړي.