<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-18 20:07:48    
چين د چونګ چين ښار په کليوالو سيمو کې د طبی درملنې لپاره لازياتې پيسې لګولي دي

cri

په چين کې ٨ سوه مليونه بزګران ژوند کوي ،نو د دوی روغتيايي حالت ډېر مهم دی خو د چين د ښارونو او کليوالو سيمو ترمنځ د اقتصاد او ټولنې د پرمختيايي نابرابرۍ له امله د چين په کليوالو سيمو په تېره بيا لويديځو کليو کې د طبی درملني سويه او اړوند بنسټيز تاسيسات وروسته پاتی دی او بزګران لږ عايدات لري ، نو که دوی په ناروغيو اخته شي ،طبی درملنه نه شی تر لاسه کولی .په وروستيو کلونو کې د چين حکومت په دغو سيمو کې د طبی درملنې لپاره لازياتې پيسې لګولي دي .

د چيان جيانګ سيمه د چونګ چين ښار يوه سيمه ده اود نفوسو شمېر يی نژدی پنځه لکو ته رسيږي خو زياتره يې په کليوالو سيمو کې ژوند کوي .مېرمن فونګ شيو می د دغې سيمې د لی مينګ کلی يوه بزګره ده .په روغتون کې زموږ خبريال داسی يو حالت وليد چې د دغې مېرمنې ماشوم د ځګر ناروغۍ پرضد له واکسين کولو وروسته يو کارډ وړاندی کړ چې حکومت يی د طبی درملنې لپاره په وړيا توګه بزګرانو ته سپاري او دوی هم د دغه کارډ په اتکا د درملنې پيسی نه دی لګولی .

په دغه سيمه کې نه يوازی ماشومانو د درملنې دغه خدمتونه تر لاسه کړی بلکې ميندوارو ښځوته هم له ماشوم زېږونې مخکې د وړيا کتنې فرصت برابريږي .له ٢٠٠٣ کال څخه دغه سيمه د چونګ چينګ ښار په کليوالو سيمو کې د همکارۍ د طبی درملنې د لومړی ډلې يوه ازمويښتی سيمه ده .هر سيمه ايز بزګر هر کال يوازی لس يوانه اړوندې

موسسې ته وړاندی کوي چې حکومت بيا د دوی د طبی درملنې په بهير کې پنځوس يوانه مرستندويه پيسی ورکوي .که يو بزګر يو ځل طبی درملنه ومني نو د درملنې لګښت په سلو کې ٤٠ برخه به د حکومت له خوا اجرا شی.که دوی په لويو ناروغيو اخته شی نو د درملنې لګښت په سلو کې ٦٥ برخه به د حکومت له خوا پلی شی نو بزګرانو په ريښتينی توګه له دغو تدبيرونو ګټې تر لاسه کړې دي .دتېر کال تر جولاۍ پوری په سلو کې ٧٠ بزګرانو د همکارۍ د طبی درملنې په نظام کې ګډون وکړ .

د دغې سيمې حکومت نه يوازی په مستقيمه توګه بزګرانو ته مرستندويه پيسی ور کړې بلکې د درملنې د بنسټيزو تاسيساتو په أبادۍ کې يې لازياتې پيسې لګولي چې له مخې يې په کليوالو سيمو کې د درملنې خدمتی سويه لوړه شوې ده .

په وروستيو کلونو کې د دغې سيمې حکومت له ډول ډول لارو چارو د کليوالو روغتونونو په جوړولو کې ٢٠ مليونه يوانه پيسې لګولي دي .تر اوسه پوری په دغه سيمه کې د ١٥ علاقه داريو د روغتونونو د خدمتی تاسيساتو جوړونه پای ته ورسيدلې ده .

په همدی وخت کې د چين حکومت د کليوالو سيمو په روغتيايی ساحه کې پانګونه زياته کړې ده . چين پلان لري چې له ٢٠٠٦ کال څخه تر ٢٠١٠کاله پوری به په کليوالو سيمو کې د بنسټيزو طبی تاسيساتو د أبادۍ لپاره ٣٠ مليارډ يوانه ولګوي چې له امله يی د چين په کليوالو سيمو کې د درملنې سويه لوړه شی