<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-18 20:25:31    
په اولمپيک لوبو کې د چين د لومړی ګډون کوونکی لوبغاړي په اړه معلومات

cri

 د يو کسيز اولمپيک فلم ادبی اثر چې د چين د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټې غړي او د چين د فلم هنر ټولنې مشر وانګ شينګ دونګ لخوا ليکل شوی، د دوه زره او اووم کال د جون په لسمه نېټه د شان دونګ ولايت د دا ليان د ساينس او انجنيرۍ پوهنتون له خوا پيل شو. دغه راز د بېجينګ د انسانی کلتوری اولمپيک لوبو لپاره د فلم يوه پروژه هم پرانيستل شوه. د دغه ادبي اثر د ليکلو په اړه ښاغلي وانګ شينګ دونګ ډېر ژور احساسات لري. دی وايي

زه د دا ليان له ښار څخه راغلی يم. په نولس سوه او څلور اتيايم کال کې چينی لوبغاړی د لومړی ځل لپاره په اولمپيک لوبو کې طلايی مډال تر لاسه کړ او د چين نوی بڼه يې جوړه کړه. په دغه کال کې زما يو خپلوان ما ته وويل په اولمپيک لوبو کې لومړی ګډون کوونکی چينی لوبغاړی د دا ليان ښار اوسېدونکی و چې ليو چانګ چون نومېده.

ښاغلي وانګ شينګ دونګ وويل هغه وخت ليو چانګ چونګ د ځغاستی په لوبه کې د چين اتل و. په نولسو سوه او يو دېرشم کال کې جاپانی تېري کونکو د چين په شمال ختيځ کې دری ولايتونو ونيول او د منجولی په نامه يو ګوډاګی دولت يې جوړ کړ.

په نولسو سوه او دوه دېرشم کال کې جاپانی تېري کوونکو له ليو چانګ چون څخه غوښتنه وکړه چې د دوی د مقاومت په استازيتوب د امريکا د لوس انجلس کې د اولمپيک په لسمې دورې لوبو کې ګډون وکړي . ليو چانګ چون په ټينګار سره دغه

غوښتنه رد کړه په همدی وخت کې يې پرېکړه وکړه چې د چين په استازيتوب په دغو لوبو کې برخه واخلي. په دغه ټينګه اراده ليو چيانګ چون له اته زره يوانو پانګې سره په يوازې توګه د يوې بيړۍ له لارې امريکا ته وخوځېد. له درويشتو ورځو وروسته هغه امريکا ته ورسيد خو ډېر ستړی شوی و ليو چانګ چون په دغو اولمپيک لوبو کې هېڅ برياليتوب تر لاسه نه کړ.

دغه کيسه د ښاغلي وانګ شينګ دونګ په ذهن کې ژوره خاطره پرې ايښې ده. هغه د ليو چانګ چون د روحيې په اړه ژور احساس وکړ. ده وويل

زه د ليو چانګ چون درناوی کوم. د ده هغی روحيې زه حيران کړی يم چې د خپل ملت ګټو ساتلو لپاره په ډېره زړورتيا او په يوازې توګه يې له ننګونې سره ځان مخامخ کړ.

په دوه زره او لومړی کال کې بېجينګ د دوه زره او اتم کال د اولمپيک لوبو کوربنی حق تر لاسه کړ. ټول هېواد د خوشحالی له فضا څخه ډک و. د فلم په برخه کې د يو کارکوونکی په توګه ښاغلي وانګ شينګ دونګ پرېکړه وکړه چې د دغو اولمپيک لوبو لپاره خدمتونه وکړي. نو له يو اوږد وخت غور کولو وروسته يې په دوه زره او څلورم کال کې د ياد شوی ادبی اثر چمتو کولو لپاره تياريانی پيل کړې. د ښاغلي وانګ شينګ دونګ په وينا په هغه وخت کې تر ټولو لويه ستونزه د اړوندو معلوماتو او ريښتيا خبرو د راغونډولو کار و. ځکه چې ښاغلي ليو چانګ چون په نولس سوه او دری اتيايم کال کې وفات شو

او کومه مرکه ور سره و نه شوه. د نيکمرغۍ وړ خبر دا و چې ښاغلي وانګ شينګ دونګ د سياسي مشورتی کنفرانس د تاريخی معلوماتو په اويايم کتاب کې په اولمپيک لوبو کې د چين د لومړی ګډون په اړه معلومات پيدا کړل چې د ليو چانګ چون لخوا ليک شوی وو. دا يو واقعيت دی چې ښاغلی ليو چانګ چون د چين د پنځمې دورې د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټې غړي و. په دې اړه وانګ شينګ دونګ وويل

د نهمې، لسمی او يوولسمې دورې سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټې د غړي په توګه، زه دغه دنده پر غاړه اخلم چې د پنځمې دورې ملی کمېټې د سپورت په ساحه کې د يو غړي خدمت څرګند کړم.

اوس دغه فلم د جوړونې وروستی پړاو ته رسيدلی او د بېجينګ د اولمپيک لوبو له پرانيستلو مخکې به نندارچيانو ته وړاندی شي. موږ هم د دغه فلم کتلو ته سترګې په لار يو.

عکس١: زموږ خبرياله هيله او د چين د سياسي مشورتی کمېټې غړی وانګ شينګ دونګ

عکس٢: د دغه فلم ډايرکتر ين لي