<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-18 20:09:50    
د چين صدراعظم ون جيا باو له چينی او بهرنيو خبريالانو سره وکتل او د هغو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل

cri

د چين د يوولسمې دورې ملی ولسی کانګرس لومړۍ غونډه د مارچ په اته لسمه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده. د چين صدراعظم ون جيا باو له دغې غونډې وروسته له چيني او بهرنيو خبريالانو سره خبرې وکړې او په راتلونکو پنځو کلونو کې يې د چين پرمختګ او اوسنيو تودو مسئلو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. ون جيا باو پر دې ټينګار وکړ چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د چين اقتصاد نور زيات پرمختګ کړی ، د وګړيو ژوند به ښه شي ، ټولنه به ثابته شي او د اصلاحاتو او ورخلاصون ګامونه به نور زيات چټک شي.

ون جيا باو د اقتصادي پرمختګ په هکله وويل د تېر کال له دوهمې نېمې راهيسی په چين کې د توکيو بيې ډېرې لوړې شوې دي ،نو د دغو بيو کنترول او د پيسو پړسوب مخنيوی به سږ کال د حکومت لومړۍ دندې وي.

اوس زموږ د زېرمه شويو غلودانو د توليد کلنۍ اندازه د يو سل او پنځوس مليون ټنو او دوه سوه مليون ټنو ترمنځ ده او د عمده صنعتي توکيو برابرونه له اړتيا څخه زياته دی. نو که معقولې تګلارې او پياوړي تدبيرونه ونيول شي، د توکيو بيو د چټګې لوړتيا مخنيوی به وشي.

ون جيا باو زياته کړه بايد د اقتصادی پرمختګ او د پيسو پړسوب د مخينوي ترمنځ برابري پيدا کړو. چين يو پرمختيايي هېواد دې چې يو مليارد او درې سوه مليون

نفوس لري. په دغه هېواد کې بايد د استخدام په ګډون يو لړ مسئلې د اقتصادی

پرمختګ په حالاتو کې حل شي.

هغه ناوړه کړه وړه چې په وروستيو ورځو کې د تبت په لاسا کې تر سره شول، د چيني او بهرنيو خبريالانو پاملرنه هم جلب کړې ده. ون جيا باو وويل کافي بېلګې شته چې دغه پېښه د دالای لاما ډلې له خوا پلان او جوړې شوې او په لاسا کې يې ټولنيز نظام او وګړيو ته ډېر زيانونه رسولي دي. ځايي حکومت او اړوندو اروګانونو له اساسي قانون او اړوندو قوانينو سره سم او له زغم څخه په کار اخيستلو سره دغه پېښه أرامه کړې چې په ترڅ کې يې د لاسا او د تبت د بېلا بېلو قومونو وګړيو ګټې ساتل شوي دي.

تبت له سوله ايزو ازادو او ديموکراتيکو اصلاحاتو له پلی کولو راهيسی ډېر پرمختګ کړې دی. د چين حکومت له خوا د تبتی کلتور د له منځه وړلو تورونه پوره توګه درواغ دي. موږ نه يوازی د تبت د ثبات او عام ټولنيز نظام د ساتنې توان لرو، بلکې په پرله پسی توګه به د دغې سيمې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ملاتړ وکړو ، د وګړيو ژوند به ښه کړو او د دغې سيمې کلتور او چاپيريال به وساتو. دغه دريځ بدلون کېدونکی نه دی.

ون جيا باو زياته کړه که دالای لاما له بېلتون غوښتنې لاس واخلي او دا ومني چې تبت او تايوان د چين نه بېلتېدونکې برخې دي، نو د چين له حکومت سره به د خبرو اترو دروازه تل د دوی پرمخ پرانيستې وي.

صدراعظم ون جيا باو د تايوان مسئلې په اړه وويل چين په م م کې د غړيتوب تر لاسه

کولو په اړه د تايوان له خوا د ټولپوښتنې تر سره کولو سره مخالفت کوي. ځکه که دغه راز وړانديز پلی شي، هغه حالات به بدل شي چې تايوان او د هېواد ستره برخه په يو چين کې سره يو ځای دي. نو د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ پر اړيکيو به ناوړه اغېزې وکړي.د وګړيو بنسټيزې ګټې به کمې شي او د تايوان تنګي او د أسيا او أرام سمندر سيمې سوله به هم زيانمنه شي. ده وويل د تايوان تنګي د سولې او ثبات ساتنه او د دواړو غاړو ترمنځ د ګډ پرمختګ هڅول بايد د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکيو پرمختګ د عمده موخې په توګه وګڼل شي.

موږ هيله لرو چې د يو چين پېژندنې پر بنسټ ژر له تايوان سره خبرې اترې اعاده کړو. د دواړو غاړو ترمنځ د دښمنۍ حالاتو د پای ته رسولو په ګډون پر هر ډول مسئلو خبرې اترې کېدی شي.

ون جيا باو زياته کړه د چين ستره برخه به د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د پياوړتيا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ځينو کسانو له خوا د بېجينګ اولمپيک سپورټي لوبو د سياسي کونې په هکله ون جيا باو وويل په چين کې به د دغو لوبو تر سره کول د نړيوالو لپاره يوه ستره پېښه وي. د دغو لوبو اصلي موخه بايد بدله نه شي او دغه لوبې بايد سياسي نه شي.

برسېره پردی صدراعظم ون جيا باو د چين د حکومتي ارګانونو د جوړښت اصلاحاتو، د ژن مين بي يوانو د تبادلې ارزښت او له هند سره د چين اړيکيو په ګډون هم د يو لړ مسئلو په اړه د چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.