د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په ١٨ نېټه په بيجينګ کې وويل له واقيعتونو سره سم د تبت په مرکز لاسا ښار کې رامنځته شوې سخته پېښه د دالای لاما ډلې له خوا په بدنيت او لمسون تر سره شوې ده.
د چين د ١١ مې دورې ملی ولسی کانګرس لومړی غونډه د مارچ په ١٨ نېټه په بيجينګ کې پای ته ورسيده. صدراعظم ون جيا باو له دغې غونډې وروسته خبريالانو ته وويل چې په وروستيو ورځو کې د تبت په مرکز لاسا ښار کې جنايتکارانه پېښه رامنځته شوې چې د دغه ښار عادی ټولنيز نظام او د خلکو سر او مال ته يې ډېر زيانونه رسولي دي. له دغې پېښې څخه څرګنديږي چې د دالای لاما ډلې هغه شعار يو دروغ دی چې د تبت بېلتون غوښتنې لپاره هڅه نه کوي او په سوله ايزه توګه له مرکزی حکومت سره خبری اتری کوي.