د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند د مارچ په نولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل دغه هېواد له هرې هغې توطيې سره ټينګ مخالفت کوي چې د چين ملی حاکميت او ځمکنې بشپړتيا ته زيانمن دی.
په اعلاميه کې ويل شوی تبت د چين يوه نه بيليدونکې برخه ده چې د نړيوالې ټولنې لخوا منل شوې.
په اعلاميه کې د چين په تبت کې د زورزياتی فعاليتونو سخته غندنه هم شوې او دا نظر څرګند شوی چې دغه فعاليتونه د اولمپيک پر روحيي تور لګول دي. د بيجينګ اولمپيک سپورتي لوبې د نړيوالو لپاره يوه ستره سپورتي پيښه ده، پاکستان د دغو لوبو د سياسی کيدو له عملونو او دغو لوبو ته له ويجاړونکيو فعاليتونو سره مخالفت کوي.