د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان يو اړوند چارواکي د مارچ په اتلسمه نېټه وويل په هغه هيواد کې د ناتو په مشرۍ امنيت ساتونکی پوځ د روانې مياشتې په اوولسمه نېټه د افغانستان په هلمند ولايت کې پر طالبانو هوايي بريد وکړ چې د اتلسو طالبانو او د بی ګناه وګړيو په شمول پنځوس تنه ووژل شول.
د هلمند د ولايتي شورا د يو غړي په وينا د هوايي بريد په وخت کې د هغه ولايت د سنګين سيمی کليوالو دوديز سپورتي فعاليتونه تر سره کول.
په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ د امنيت ساتونکی پوځ وياند کارلوس برانکو د بريد دغه پيښه رد کړه اوويې ويل چې د ناتو پوځ د مارچ په اوولسمه نېټه په سنګين ولسوالۍ کې پوځی عمليات تر سره کړل.