د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د ٢٩مې دورې د اولمپيک سپورتي لوبو د انتظامی کميټې د جمنازيمونو او ډګرونو د ادارې څانګه به له روانې اوونې څخه د بيجينګ د اړوندو جمنازيمونو او ډګرونو په څارنې پيل وکړي چې د دغو ځايونو د توان رول ښه ولوبوي.
د يادې شوې څانګې مرستيال ياو هوی د مارچ په نولسمه نېټه په بيجينګ کې وويل د څارنې کارونه به د روان کال تر جون مياشت پورې دوام وکړي چې د ډګرونو او جمنازيمونو د تاسيساتو او د کارکوونکيو د توان او حيثيت څارنه به په کې شامله وي. هغه زياته کړه چې اړوندې څانګې به په راتلونکی کې د دغو جمنازيمونو او ډګرونو د کيفيت او عامې روغتيا څارنه هم وکړي.