<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-19 19:02:57    
د چين او جاپان د ماشومانو او ځوانانو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ کال په نامه يو لړ فعاليتونه پيل شول

cri

د مارچ د پنځلسمې نېټې له غرمې وروسته د چين او جاپان د ماشومانو او ځوانانو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ کال په نامه د يو لړ فعاليتونو د پيل مراسم د چين په ولسي پوهنتون کې تر سره شول. د چين د دولت رئيس هو جين تاو په يادو شويو مراسمو کې ګډون وکړ او د چين او جاپان صدر اعظمانو د خپلې مبارکۍ پيغامونه واستول. د چين د حکومت په بلنه د جاپان د ماشومانو او ځوانانو دوستو استازيو پلاوی چې د غړيو شمېر يې زر تنو ته رسېږي. د چين د بېلا بېلو ټولنو د ځوانانو له نژدی دوه زره تنو استازيو سره راغونډ شول او د چين او جاپان د ماشومانو او ځوانانو ترمنځ يې د دوستانه تګ راتګ کال په نامه يو لړ فعاليتونه پيل کړل.

رئيس هو جين تاو د جاپاني پلاوي له عمده غړيو سره وکتل، د دواړو هېوادونو د ځوانانو له خوا يې د چای چمتو کولو او خطاطۍ ننداره وکتله او له ځوانانو سره يې يو ځای د چين او جاپان ترمنځ د دايمي دوستۍ په استازيتوب زيات نيالګي کېښودل.

د يادو شويو فعاليتونو د پيل په مراسمو کې د چين د کمونستو ځوانانو ټولنې لومړي منشي ښاغلي هو چون هوا او د جاپاني پلاوي لوړ پوړي سلاکار خپلې ويناوې وکړې.

د چين او جاپان د ماشومانو او ځوانانو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ کال په نامه يو لړ فعاليتونه د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا تېر کال په ګډه ټاکل شوي دي. د جاپان پلاوی د روانې مياشتې په لسمه نېټه چين ته راورسېد او د شپږ ډلو په ويشلو سره به د شانګهای، چونګ چينګ، ګوانګ جو، چنګ دو، هانګ جو، شنګ يانګ او دا ليان په شمول څو ځايونو ته سفر وکړي او په څوارلسمه نېټه به په بېجينګ کې سره راغونډ شي. يادی شوی پلاوی د جاپان د ملي پارلمان د غړيو، د منځنيو ښوونځيو زده کوونکيو، محصيلينو، حکومتي کارکوونکيو او خبريالانو په شمول د بېلا بېلو ټولنو د ځوانانو له استازيو څخه جوړ شوی دی.

د چين د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې د سکرتريت منشي او د مرکزي عمومي چارو د دفتر مشر لينګ جي هوا، د دولتي شورا غړي تانګ جيا شيوان، د بهرنيو چارو وزير يانګ جې چه، د ښوونيزو چارو وزير جو جي او په چين کې د جاپان سفير په يادو شويو په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.