<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-19 20:11:02    
د چين صدراعظم له بنسټيزو واحدونو څخه د راغلو ولسی استازيو وړانديزونو ته پاملرنه کوي

cri

ګرانو اورېدونکو، د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هر کلی کوم! د ژوند په چين کې پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د ملی ولسی کانګرس د ٣ استازيو کيسی وړاندی کړو چې حکومت ته يې وړانديزونه کړې دي٠ دغه استازي د چين د بېلا بېلو قومونو له بېلا بېلو ځايونو څخه راغلي دي او بېلا بېلو مسئلو ته يې پاملرنی کړي، خو دوی ورته تجربه لري چې د دوی وړانديزونه د چين صدراعظم په حکومتي کاري راپور کې ليکل شوی ٠ اوس به موږ په ګډه ددوی کيسی واورو٠

د چين د شينجيانګ د اويغوري قوم خپلواکی سيمې ښځينه استازې ماريا مارتی په بېجينګ کې د چين د يوولسمې دوری ملی ولسی کانګرس د لومړنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون له امله ډېره خوشاله وه، ځکه چې په ٢٠٠٦ کال کې يې د صدراعظم ون جيا باو په راپور کې ددی يو وړانديز ليکل شوی و٠ ماريا مارتی وويل

په هغه وخت کې ما غوښتل د حکومت مشرانو ته يوه جمله ووايم ، زه بايد له دغه فرصت څخه په استفادی سره د خپلو مالدارانو أواز اوچت کړم ٠ ما صدراعظم ته وړانديز وکړ چې بی وزلي مالداران د ژوند د لوړولو ضمانت په نظام کې ګډون وکړي٠

يو کال وروسته دغه خبره د صدراعظم ون جيا باو په کاري راپور کې ليکل شوی وه چې د هېواد په کليو کې د ژوند سويې د لوړولو ضمانت نظام جوړ کړي٠

٣٢ کلنه ماريا مارتی د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکی سيمی د کيزيلسو خپلواکی ايالت د اهاق ولسوالی د ښځو اتحاديی مشره ده٠ د دغې سيمې زياته

برخه غرونه دي او طبيعی شرايط يې خراب دي، ماريا مارتی د واقعی حالاتو د بدلون لپاره د هېواد مشرانو ته ٧ وړانديزونه کړی او پکې ٤ يې نيول شوي دي٠

د ٢٠٠٦ کال د چين د ملی ولسی کانګرس په غونډه کې د استازی او د جيانګ سو ولايت د تای څانګ ښار د تجربوي وړکتون مشری چن جينګ يی وړانديز وکړ چې د ښوونی او روزنې په پوهنځيو کې د لازياتو غوره زده کوونکو د راجلبولو لپاره هڅه وکړي٠ صدراعظم ون جيا باو د ٢٠٠٧ کال په حکومتي کاري راپور کې ژمنه وکړه چې له ٢٠٠٧ کال څخه به په چين کې د ښوونی وزارت تر کنترول لاندی په ٦ پوهنتونونو کې زده کوونکو ته وړيا ښوونه برابر شي٠ چن جينګ يی وايی 

زه د صدراعظم په راپور کې د ښوونی او روزنی د پوهنتونونو زده کوونکو ته د وړيا ښوونی د ورکولو په اړه د خبر د کتلو په وخت کې ډېره خوشاله شوم ٠

د چن جينګ يی په اند د ښوونی له پوهنتونونو څخه د فارغ التحصيلانو کيفيت پر بنسټيزی ښوونی باندی اغيزه کوي٠ له ٢٠٠٧ کال څخه د چين د ښوونی او روزنی ٦ پوهنتونونو په وړيا توګه زده کوونکی ورجلب کړي دي٠

په کليوالو سيمو کې د بزګرانو د درملنې لګښت ډېر زيات دی، نو صدراعظم ون جيا باو په ٢٠٠٦ کال کې په خپل کاري راپور کې وويل تر ٢٠٠٨ کال پوری به د هېواد په کليوالو سيمو کې په بنسټيزه توګه د نوی ډول طبی همکارۍ نظام جوړ کړي٠ دغه وړانديز د هه نان ولايت د يو استازی له وړانديز سره اړيکې لري٠

٥٧ کلن ما ون فانګ چې د هه نان ولايت د يو کليوال کلنيک مشر دی ، په روان کال کې لومړی ځل د ملی ولسی کانګرس د استازي په توګه ټاکل شوی ، خو ولې دده وړانديز د ٢٠٠٦ کال په حکومتي کاري راپور کې ليکل شوی دی؟ ما ون فانګ د ٢٠٠٦ کال په فبروری کې د طبی چارو د يو سيمه ايز استازی په توګه په بېجينګ کې د

دولتی شورا له خوا د بېلا بېلو استازيو په يوه غونډه کې ګډون وکړ٠ هغه د غونډې په ترڅ کې د بزګرانو د درملنې ستونزی صدراعظم ون جيا باو ته بيان کړې او وړانديز يې وکړ چې په کليوالو سيمو کې د نوی ډول طبی همکارۍ نظام چټک پرمختګ وکړي چې بزګرانو ته ګټې ورسوي٠ ما ون فانګ وويل 

تر هغه وروسته په ٢٠٠٧ کال کې زموږ په ولسوالی کې د طبی همکاری کارونه پيل شوی او په ٢٠٠٨ کال کې هر بزګر ته د ٥٠ يوانو په ارزښت مالي مرسته ١٠٠ يوانو ته اوچته شوې ده چې د بزګرانو لپاره ډېره ګټوره ده٠

ما ون فانګ وويل هغه به د روان کال د ملی ولسی کانګرس د کلنۍ نوبتی غونډې په ترڅ کې وړانديز وکړي چې په کليوالو سيمو کې د طبی همکاری نظام په اړه يو قانون جوړ شي چې د وګړيو ګټې به د قانون له لاری تضمين شي٠