د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان ملي پارلمان يعنی د استازيو جرګې د مارچ په نولسمه نېټه يوه غونډه تر سره کړه او د خلکو ګوند په وړانديز يې مېرمن فهميده ميرزا د پارلمان مشرې په توګه وټاکله. نوموړې د پاکستان په تاريخ کې د ملي پارلمان لومړۍ ښځينه مشره ده.
په همدې ورځ مېرمن فهميده ميرزا له نوم ليکنې پرته په رايه ورکونه کې برياليتوب تر لاسه کړ او له درې سوه او څلويښتو څخه يې دوه سوه او نهه څلويښت رايې تر لاسه کړې. دې خبري رسنيو ته څرګنده کړه چې دا به د پاکستان وګړيو ګټو ساتلو ته پوره پام وکړي او په مساوي توګه به د ملي پارلمان چارې تنظيم کړي.