د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو انتظامی کمېټې د مارچ په نولسمه نېټه په بېجينګ کې وويل د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبو د مشال لېږدولو تياريانې اوس په عادي توګه روانې دي. د اولمپيک مشال به د مارچ په څلورويشتمه نېټه په يونان کې بل شي.
د بېجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو انتظامی کمېټې اجرايوی مشر مرستيال جيانګ شياو يو وويل اوس د مشال ليږدولو د لارې نقشه بشپړه شوی او د لېږدولو لارې چارې هم ټاکل شوي دي. پر دې سربيره د مشال لېږدونکيو د غوره کولو کار په عادي توګه روان دی چې تر اوسه شپاړسو هېوادونو او سيمو دغه کار بشپړ او د مشال لېږدونکيو د نومونو لست يې وړاندی کړی دی.