د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د علومو تکنولوژۍ ټولنې د مارچ په شلمه نېټه يو راپور خپور کړ. په راپور کې ويل شوي چې نړيواله تبادله او همکاری د چين ټولنې د بېلا بېلو برخو د ګړندی پرمختګ مهم لامل ګرځېدلی دی.
په راپور کې ويل شوي چې نړيوالې همکارۍ د چين د علمی څېړنې د لويو پلانونو د پلی کولو لپاره پياوړی رول لوبولی او ډېر لوی علمی برياليتوبونه د نړيوالې همکارې له لارې تر لاسه شوي دی. د بېلګې په توګه چين او پاکستان د ځمکنې کرې د سرچينو څارنې يوې سپوږمکۍ جوړونې په اړه همکاری کوی، اوس په دغه پروګرام کې ستر برياليتوبونه تر لاسه شوي او د لوړ ساينس او تخنيک په برخه کې د پرمختيايی هېوادونو د همکارۍ د يو ښه مثال په توګه بلل کېږی.