د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوځ د مارچ په شلمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل دغه هېواد په همدې ورځ په بريالۍ توګه د باز په نامه د نوي ډول بې پيلوټه الوتکې ازموينه تر سره کړه چې په خپله يې جوړه کړې ده.
په اعلاميه کې ويل شوي چې د اړوندې شمېرنې له مخې د دغه ډول الوتکې په اړه بېلا بېل اټکلونه د طرح کوونکو له معيارونو سره سمون خوري.