د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د ولسمشر پرويز مشرف وياند رشيد قديشي د مارچ په شلمه نېټه څرګنده کړه چې د دغه هېواد ملي پارلمان به د روانې مياشتې په څليرويشتمه نېټه د يوې غونډې په تر سره کولو سره نوی صدر اعظم وټاکي.
نوموړي وويل ولسمشر پرويز مشرف ملي پارلمان ته بلنه ورکړې چې د څليرويشتمې نېټې له غرمې وروسته په څلورو بجو د نوي صدر اعظم ټاکلو لپاره يوه غونډه تر سره کړي.