د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د يونان د اولمپيک کمېټې مرستيال کوويلوس د مارچ په شلمه نېټه زموږ خبريال ته څرګنده کړه چې د بېجينګ اولمپيک لوبو لپاره د مشال بلولو مراسمو چمتوالی اوس بشپړ شوی دی.
نوموړي وويل د يونان په اړه تياريانی پوره شوي او تر هغه وخت به بشپړ مراسم تر سره شي.ده زياته کړه چې چين او يونان دواړه لرغوني هېوادونه او شتمن کلتورونه لري. د مشال لېږدونې فعاليت له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي ژوره او د اولمپيک روحيه خپره شي.