<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-21 19:57:11    
د چين دوديز جشنونه

cri

که تاسی د چين د ولسی سياسي مشورتي کنفرانس له غړی جاو لي هونګ نه دا پوښتنه وکړئ چې تېر کال تر ټولو د زياتې خوشالۍ خبر څه و، هغه به هرومرو درته په ځواب کې ووايي چې : زما يوه شل کلنه هيله ريښتيني شوې چې د قبر جارو کونې ورځ، د ښاماري بېړۍ فستيوال او د منځني منی جشن په شمول د چين درې دوديز جشنونه د قانوني رخصتيو په توګه ټاکل شوي دي.

جاو لي هونګ په نولس سوه او اته اتيايم کال کې په دې اړه يو وړانديز وکړ. هغه نه يوازی د ياد شوی کنفرانس يو غړی بلکې د شانګهای ښار د ليکوالانو ټولنې مرستيال هم دی. د چين د دوديز کلتور په هکله هغه خپلې ځانګړې نظريې او احساسات لري. دی وايي:

دوديز جشنونه نه يوازی د رخصتۍ يوه مسئله ده، بلکې د ملی دوديز کلتور په اړه ترې زموږ رويه هم څرګندېږي. د چين په بېلا بېلو دوديزو جشنونو کې چيني کلتورونه شامل دي. له دوديز کلتور سره به زموږ مينه د رخصتي په موده کې وښودل شي.

د جاو لي هونګ په وينا، د قبر جارو کونې ورځ د چينايانو د شکر کښلو ورځ ده چې وګړی په دغه ورځ د خپلو نيکه ګانو درناوی کوي او د منځنی مني جشن د کورنيو غړيو ترمنځ د مينې څرګندولو په اړه يوه ښه ورځ ده چې د يوېکورنۍ غړي په دغه ورځ سره يو ځای کېږي. جاو لي هونګ په نولس سوه او اته تيايم کال کې ياد شوی وړانديز حکومت ته وړاندی کړ او هيله يې درلوده چې د دوديز کلتور د ساتنې لپاره

پياوړی تدبيرونه ونيول شي. خو د دغه وړانديز له وړاندی کېدو وروسته د اړوندو ارګانونو له خوا هيڅ ځواب ورنه کړل شو.

د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې بهير په ژورېدوسره د چين اقتصاد چټک پرمختګ وکړ او دولتي ځواک يې هم پياوړی شو. په دغو حالاتو کې د دوديز کلتور د ساتنې اهميت ورځ په ورځ څرګندېږي او د ياد شوی کنفرانس ډېر زيات غړی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې دوديز جشنونه د قانوني رخصتيو په توګه وټاکل شي. د دغه کنفرانس يو غړی او د څينګهوا پوهنتون د کلتوري او ټولنيز ساينس پوهنځی د اقتصاد څانګې مرستيال څای جي مينګ د تېر کال په مارچ کې د چين د رخصتۍ سيستم د اصلاحاتو په اړه د يوې لايحې په توګه وړانديز وکړ. ده وويل

زما په لايحه کې د دې وړانديز شوی چې دوديز جشنونه قانوني شي او د سيلانۍ د طلايي اوونۍ اصلاحاتو ترڅنګ تر سره شي. د سيلانۍ د طلايي اوونۍ وخت به لنډ او د دوديزو جشنونو د رخصتۍ وخت به اوږد شي.

حکومت دغه لايحې ته په درنه سترګه ګوري او دولتي شورا د همدی کال په نومبر کې د چين د جشنونو او د لمانځنې ورځو د رخصتۍ قاعدې د سمولو په اړه له ټولنې څخه وړانديزونه راغونډ کړل او ډېرو کسانو د دغې قاعدې د سمولو ملاتړ څرګند کړ. ښاغلی سون چې په بېجينګ کې اوسېږي، زموږ خبريال ته وويل

د ډېرو زياتو چيني دوديزو جشنونو قانوني کېدل زموږ لپاره ګټور دي.که دوديز جشنونه ونه لمانځو ، په راتلونکي کې به زمونږ ماشومان دغه جشنونه هېر کړي.

د يادې شوې قاعدې د سمولو په اړه يوه پريکړه د تېر کال د دسمبر په اوومه نېټه تصويب شوه او د روان کال د جنوری له لومړۍ نېټې څخه پلې کېږي. درغول شوی قاعدې له مخې، ياد شوی دری جشنونه د قانوني جشنونو په توګه ټاکل شوي او د مې په پيل کې د سيلانۍ د طلايي اوونۍ رخصتي له منځه وړل شوې ده.

د دغه خبر له خپرېدو وروسته جاو لي هونګ ډېر خوشاله و. ده وويل

زه ډېر خوشاله يم. دا يو مهم تدبير دی او د اوږدې مودې لپاره به اغېزمن شي. زموږ دوديز کلتور به نسل په نسل روڼ پاتي شي.

څای جي مينګ هم خپل نظر څرګند کړ چې دغه تدبير پر نړۍ د چين د ملی کلتور د اغېزو په پراختيا کې خپل مهم رول لوبوي.

چيني وګړي به راتلونکې مياشت د قبر جارو کونې له ورځ لمانځي. ښاغلی سون وويل پخوا مې په دې ورځ رخصتي نه درلوده. سږ کال به په دې ورځ د خپلې کورنۍ له غړيو سره يو ځای د نيکه ګانو درناوی وکړم.

د ښاغلی سونګ وينا د ډېرو چيني وګړيو د داسی نيت استازيتوب کوي چې په ښه ډول د خپلو دوديزو جشنونو لمانځنه کوي.

عکس١: زموږ خبرياله هيله او څای جي مينګ غړی

عکس٢: غړی جاو لي هونګ