<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-21 18:31:36    
د چينهاي او تبت ترمنځ د اوسپنيزې لارې عمومي طراح لي جين چن

cri

کله چه لي جين چن د دوه زريم کال د دسمبر په مياشت کې د اوسپنې پټلۍ د وزارت د لومړني څيړنيز انستيتوټ په اړه د چينهاي او تبت ترمنځ د اوسپنيزې لارې د طرحولو د عمومي انجنير په توګه وګمارل شو ، يوازي اته ديرش کلن و .

ښالي لي په نونس سوه څلور اتيايم کال کې د شانګهاي د اوسپنې پټلۍ له پوهنځي څخه له فراغت وروسته د هيواد په شمال لويديځ کې د اوسپنې پټلۍ د وزرات د لومړني څيړنيز انستيتوټ په اړه د لان جو په فرعي انستيتوټ کې ومنل شو او په بهر کې يي لس کاله څيړنې ترسره کړې چه په هغه مهال کې هغه هر کال لس مياشتې په بهر کې کار کاوه او ډيرې ستونزې يي ګاللي وې .

په نولس سوه شپږ نويم کال کې لي جين چن چه د خپل انستيتوټ مرستيال و ، د خپلو ملګرو په مشرتابه نايجريې ته لاړ او په هغه هيواد کې يي د زرو کيلو مترو په اوږدوالي اوسپنيزې لارې اصلاح کړې .

په دوه زريم کال کې لي جين چن د خپل انستيتوټ لخوا د چينهاي او تبت ترمنځ د اوسپنيزې لارې په اوږدو کې له ګه عه مو څخه د تبت تر مرکز لاسا ښار پورې د نقشه جوړولو د مشر په توګه وګمارل شو او د نقشه جوړولو په اوه مياشتنې بهير کې يي درې مياشتې په هغه سيمه کې تيرې کړې چه هيڅ وګړی پکې نه و .

د چينهاي او تبت ترمنځ اوسپنيزه لاره په هغه لوړه سيمه کې پرته ده چه د سمندر له سطحې څخه څلور زره متره جګه ده او د اوکسيجن اندازه يي ډيره کمه ده . داسي جيالوژيکي او اقليمي حالت د سر د درد او د ساه د لنډوالي لامل دی او په دې لوړه سيمه کې هر کال له اتو درجو څخه سخت بادونه اويا ځله لګيږي چه د پنځلس کيلو په وزن د نقشه جوړولو وسيلې نشی دريدلی . کله چه د همدې کال د اګست په سر کې د نقشه

جوړولو کار د سمندر له سطحې څخه د پنځو زرو مترو په جګوالي سيمه کې پيل شو انجنير لي جين چن د مرګ له ګواښ سره مخامخ کيده . هغه د سپتمبر په نهمه نيټه سهار وختي له خپلو ملګرو سره يو ځاي حرکت وکړ او په لاره کې موټر يي د سخت باران په بهير کې خټو ته ډوب شو او له خټو څخه د کشولو وروسته بيا سخته واوره او ږلۍ اوريدلې . ټول ملګري په داسي حال کې چه په لوړه کې اوکسيجن ډير کم و ، د باران او واورو په اورښت کې تلل او د سپتمبر په لسمه نيټه سهاروختي په دوو بجو د دندې د ترسره کيدو په مهال کې ښاغلي لي د زړه د ضرباتو د تندوالي له امله پر ځمکه پريوت ، خو خپلو ملګرو ته يي وويل چه تاسی ژر له دې ځايه لاړ شۍ ، زه به دلته سامانونه وساتم څو چه سبا هوا ښه شي ، بيرته راشۍ . ملګرو يي دده خبره و نه منله چه په پايله کې يي په خپلو لاسونو ښاغلي لي له دې ځاي څخه وبيوه. د خپلو کوششونو له برکته لي جين چن له خپلې څيړنيزې لارې سره ښه أشنا شو او د همدي کال د دسمبر په مياشت کې د چينهاي _ تبت د اوسپنيزې لارې د دريم عمومي طراح په توګه وګمارل شو .

د چينهاي او تبت ترمنځ اوسپنيزه لاره نژدې يو زر کيلومتره اوږدوالی لری . ښاغلي لي له وروستيو کلونو راهيسې ددې لارې په اوږدو کې د کال لپاره يو لک کيلومتره منزل وکړ ، په لنډ ډول ويلی شو چه دده په دماغ کې ددې لارې نقشه موجوده ده .

ددې لپاره چه د اوسپنيزې لارې د ټاکلو پلان لا نور معقول شی ، ښاغلي لي څو څو ځله دغه پلان اصلاح کړی ، د بيلګې په توګه د ګه عه مو سيند دپاسه د دوهم لمبر پل د جوړولو لايحه يي په مکرر ډول اصلاح کړې چه په پايله کې د نوې لايحې سره سم د دې پل د جوړولو په بهير کې درې مليونه اوه لکه يوانه پيسې سپما شويدي . د بلې بيلګې په توګه د هغه لين د ټاکلو لپاره چه د پنځه زره دوه اويا مترو په جګوالي له تانګولا غره څخه تيريږي ، د پخواني لين په پرتله د هيواد لپاره اته سوه مليونه يوانه پانګې سپما شويدي .