<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-21 18:39:43    
نوى لمريز كال مو مبارك شه

cri

درنو اورېدونکيو دا دی په تلو تلو کې ديارلس سوه اوه اتيايم لمريز كال هم راورسيد،درنو اورېدونکيو تاسو پوهيږئ چې په افغانستان ،ايران او تاجكستان كې نوی لمريز کال په پراخه كچه لمانځل کيږي،خلك له مخكې څخه د نوي كال د لمړۍ ورځې يا نوروز لمانځلو ته تيارېانې نيسي،نوې جامې جوړي ،ډول ،ډول خواړه پخوي او تر څنك يې اوه ډوله وچه ميوه له څو ورڅو وړاندې څخه په اوبو كې خيشتوي او بيا يې د نوي كال په لمړى ورځ خوري او هم يې پرخپلو دستانو وېشي،همدا شان ددغو خوښيو او خوشحاليو تر څنګ ،ګڼ شمير خلك په مزار شريف او هم په كابل كې زيارتونو ته ځي،او خپل ځانګړي مراسم پر ځاي كوي، په افغانستان كې د كال په لمړى ورځ د بزګر مېله هم وي،چې په بيلابيلو ولايتونو كې بزګران په خوښيو او اتڼونو سره لمانځي .

خلک پدې ورځ ښه او خوندور خواړه خوري ،او داسې انګيري چې ټول كال به يې له خوښيو او پرېمانۍ سره مخ وي، ځينې کسان په دغه ورځ ځان ته د خوښۍ او نيك بختۍ فالونه نيسي، د ويناوو له مخې په افغانستان كې د لمريز كال لمړى ورځ يا د نوروز لمانځنه د جمشيد پاچا له پير څخه راپديخوا دود شويدى،

د افغانستان په بيلابيلو برخو كې له دغې ورځې څخه په ښه درز سره لمانځنه كيږي، بزګران او باغ لرونكي خپل يوم او يوې ته لاس كوي ،او په كركيله باندې پيل كوي،ګڼ شمير عام وګړي هم د خپلو كورونو په مخ او يا هم په خپلو باغچو كې نيالګي كښينوي، ډلونه وهل كيږي او ځوانان اتڼونه كوي،او خپله خوښي څرګندوي،خو بيا په مزارشريف كې حضرت علي كرم الله وجهه ته د منسوب زيارت په شاوخوا كې د سره ګل يا ګل سرخ مېلې تر نامه لاندې ميله جوړيږي.او هر كال د لسګونو زرو افغانانو په ګډون ګڼ شمير كسان له ايران او تاجكستان څخه هم هلته ځي .

درنو دوستانو هغه خو د افغانستان يادونه و چې مې درسره ياد کړل،راځئ دلته په چين کې له يو شمېر افغانانو څخه واورو چې په نوي کال کې څه کوي،لومړی مې په چين کې د افغانستان له لوي سفير ښاغلي اکليل احمد حکيمي څخه وپوښتل چې تاسو د نوي کال په لومړۍ ورځ دلته ياست،أيا د خپلې کورنۍ او خلکو د کمښت احساس نه کوئ،نو په خندا سره يې داسې ځواب راکړ:

زه بايد ووايم چې زموږ واټن يواځې فزيکي واټن دی،موږ تل په زړه کې او په معنوي توګه خپل ځان د خپلو خلکو تر څنګ احساسوو،دا چې له خپلو خلکو لېرې يوو،يوه نيمګړتيا احساسوو،خو په وړاندې يې خپلو خلکو او هېواد ته د خدمت کولو وياړ لرو.او دا کار له هېواد څخه د لېرې والي درد او احساس جبرانوي .

دغه راز ښاغلی رحيم الله خان رحيمي چې په بيجينګ کې اوسيږي د نوي کال په هکله داسې څرګندونې لري :

زه له بيجينګ څخه په افغانستان کې خپلو دوستانو ته د نوي کال مبارکي وايم،له يو بل سره اړيکې لرو،يعنې له رواني پلوه له خپل هېواد او خلکو سره اړيکې لرم،او په همدې وخت کې په بيجينګ کې هم يو شمېر دودونه او عنعنې شته،د بيلګې په ډول د چينايانو پسرلنی اختر چې په ډېرو شاندارو مراسمو سره لمانځل کيږي،نو موږ په دوو خوښيو کې شريک يو ،يو د چينايانو اوبل د خپل نوي کال په لمانځلو کې ،هيله چې نوي کال د خوښۍ او سوکالۍ کال وي .

يو تن بل افغان ښاغلی سيد ميرويس وايي ده هم هيله درلوده چې د نوي کال په ورځ له خپلې کورنۍ سره يو ځای په افغانستان کې وای،خو د رسمي دندې له کبله يې ونشو کړای،نو هڅه کوي چې دلته په چين د کال نوی ورځ له نورو افغانانو سره ولمانځي :

څرنګه چې اوس موږ په چين کې يو او له خپلو کورنيو او هېواد څخه لېرې يو،خو بيا مو هم يو لړ کوچني پروګرامونه په پام کې نيولي دي،چې دغه د خوښۍ ورځ په ګډه سره ولمانځو.ښاغلی سيد ميرويس وايي په افغانستان کې د بيلابېلو سيمو خلک د نوي کال په ورځ د لمانځنې مختلف دودونه او عنعنې لري،د بېګلې په ډول د جنوب ي ولايتونو خلک نيزه بازي کوي،په هرات کې خلک چمنونو ته وځي،او په ټوليزه توګه زياتره افغانان د سره ګل يا ګل سرخ ميلې کې د ګډون هيله لري .

محمد عارف چې دنده يې أشپزي يا ډوډۍ پخول دي وايي،دوي مخکې د نوي کال په ورځو کې ډېر خوندور خواړه پخول،او دغې ورځې ته به يې له مخکې ځانګړې تياري نيوله ،محمد عارف زياتوي :

د هغو ورځو ياد دې په خير وي،په هغو ورځو کې به مېوې ،اووه ډوله ميوې،قابلي، پلونه،سبزي پلو،زرشک پلو او داسې نور خوندور خواړه پخول .اوس هم دا هيله لرو چې که خداي پاک زموږ په هېواد کې دايمي سوله ټينګه کړي،او موږ يو ځل بيا په سوله ايز چاپېريال کې خپل دودونه ولمانځو.

Dear all

As the New Year (Nawrooz 1387) is just next to our doors, let¢s celebrate it and have happy Eid days. Wish you all the best with wonderful days full of successes during the new coming year.

Once again Happy New Year !