<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-21 19:19:44    
په اتمه پېړۍ کې د دين تر څنګ حکومت او ټولنه

cri

د تونګ امپراتورۍ د پراخېدو تر شا چې د کوم پوځي نابغه لاس و هغه د ٌ لی يوان ٌ امپراتور زوی و چې تای سونګ نومېده. تای سونګ يوازې جګړه مار نه و ، بلکې هغه يو ځيرک اداري سړی هم و چې په چين کې يې يو پياوړی مرکزي حکومت رامنځته کړ. ده د چين ستره امپراتوري په داسې حال کې کنټرولوله چې لا نوره هم پسې پراخېده.

په تونګ حکومت کې به که چا وغوښتل چې يو مقام تر لاسه کړي ، نو يوازې په ازموينه کې د برياليتوب له لارې يې دغه مقام تر لاسه کولی شوی . په دې معنی چې کانديد ته لازمه وه چې د تونګ له قانون سره سم د ملکي خدماتو له ازموينې په برياليتوب تېر شي. د دغې ازموينې له مخې په ٌ کنفوسيوس ٌ اصولو کې د کانديد د مهارت اندازه معلومول کېده او بيا د همدغه مهارت بريليک ورکول کېده.

کنفوسيوس په لرغوني زمانه کې د چين يو نابغه فيلسوف و چې له ميلاد څخه ٥٠٠ کاله مخکې يا په بله وينا له نن څخه يې ٢٥٠٠ کاله مخکې ژوند کړی دی. ده دحکومت کولو ځينې اصول او قواعد، د اخلاقو په اړه لارښوونې او د ژوند د نورو برخو په اړه ليکنې او ويناوې کړي چې د ١٩ پېړۍ تر پايه له همدغو اصولو په چين کې کار اخيستل کېده.

هر نارينه کړای شوی چې په دغه ازموينه کې برخه واخلي چيني حکومت دا د مسلکي او اهل کسانو موندلو يوه غوره لاره ګڼله چې خلک د هغوی د خپل استعداد له مخې ټاکل کېږي او بيا په همدې ډول د خپل کار د تر سره کولو له مخې پرمختيا کوي. پر دې سربېره دغه سېستم ته ځينو خلکو ګوته نيوله هغه داسې چې د غريبو کورنيو يو څو هلکانو به د دی توان درلود چې استاد ته پيسې ورکړي او ازموينې ته تياری ونيسي . نورو ډېرو د دې توان نه درلود چې له خپل روزګار لرې پاتې شي او درس ووايي.

له دې سره ځينو بزګرانو د تونګ پاچاهۍ کورنۍ له قواعدو او اصولو ګټه واخيسته، تونګ پاچاهي کورنۍ بزګرانو ته ځمکه ورکړه او د کرکيلې نوې لارې چارې يې ورته وښودلې.

د تونګ امپراتورۍ په پېر د دين تر څنګ په رڼه او شفافه بڼه حکومت کولو ته ډېره پاملرنه کېده. په هغه دوره کې داسې يو نظام رامنځته شو، چې د خلکو د ژوند د پرمختيا لارې چارې يې څرګندولې.

په لابي کې په څوکۍ ناست وم او له هېندارې مې د باندې ننداره کوله، دا مهال د هوټل مېلمه پالې چې زه يې پرون له هوايي ډګر څخه تر هوټل پورې رارسولی وم ، راته وويل : نور وختونه دلته افغان او پاکستاني مساپر هم تم کېږي، دلته ډېر مسلمانان راځي. دا خبرې يې راته په داسې لهجه وکړې چې په راتلونکي کې بيا هم دغه هوټل ته راشم. له دې خبرې سره يې ما ته د هوټل کارټ هم راکړ. په هغه کارټ د هوټل د پتې تر څنګ په انګريزي او چيني ژبو ليکل شوي وو: هيله ده دغه هوټل ته مې بوځې . د مېلمه پالې د خبرې د تاييد لپاره مې له افغان او پاکستاني مساپرو څخه کوم يو تر سترګو نه شو.

ويل مې که ژوند و نو راځمه به ان شا الله.