<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-22 17:22:35    
موږ او اورېدونكي

cri
عمران – السلام عليكم قدرمنو اورېدونكيو، خداى وكړي روغتيا او خوشالي مو په برخه وي او هم د ژوند په چارو كې بريالي او سرلوړي وئ، زه امان الله عمران يم د موږ او اورېدونكي پروګرام وړاندې كولو لپاره دا دى سټوډيو ته راغلى يم، او اورېدو ته يې ستاسو هركلى كوم. نو هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ. خو مخكې له دې چې ستاسې په ليكونو پيل وكړم، د تېر پروګرام په څېر بيا هم د يوې خبرتيا يادونه كوم، او هغه دا چې سږ كال د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونه خپله پنځه دېرشمه كليزه لمانځي، پنځه دېرش كاله مخكې د چين نړيوالې راډيو د ۱۹۷۳ كال د جولاى په پنځه لسمه په پښتو خپرونه پيل وكړ. پښتو خپرونه غواړي چې په راتلونكې اپرېل مياشت كې د خپلې پنځه دېرشمې كليزې په وياړ د اورېدونكيو تر منځ يوه سيالي ترسره كړي، د دغې سيالۍ پوښتنپاڼې به په اپرېل مياشت كې تاسو ټولو اورېدونكيو ته درواستول شي، نو هيله ده چې تاسو ټول اورېدونكي په كې برخه واخلئ او د استول شويو پوښتنو ځوابونه راواستوئ. د پښتو خپرونې د پنځه دېرشمې كليزې په اړه د يوې سيالۍ خبرتيا خو مو واورېده. دا چې تاسې به د خپلو ليكونو اورېدو ته انتظار كوئ، نو ستاسو او ستاسو د ليكونو تر منځ وخت ډېر نه نيسم، نو راځي چې پروګرام پيل كړو.

- لومړى به دغه ليك راواخلم چې د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ په صبريو كلي كې د يوراج كلب مشر محمد شفيق مقاليديار را استولى دى. د خپل ليك په پيل كې يې د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه ستاسو ټول پروګرامونه سهار او ماښام اورم. د پښتو هېندارې نهمه ګڼه مې ښه په غور سره ولوستله ډېر په زړه پورې معلومات په كې خپاره شوي وو. اورېدونكي مقاليديار بيا د سولې په اړه يوه ليكنه هم را استولې او وايي:

سوله يوه ډېره خوږه كلمه ده، سوله بشر ته سوكالي او ښېرازي راولي، د بدبختيو مخنيوى كوي او انسان ته خوښي او نېكمرغي وربخښي. او جنګ او جګړه! جنګ د ټولو بدبختيو او مصيبتونو زېږنده دى، چېرې چې سوله وي هلته مينه او محبت وي، د وروولۍ رنګينه فضا وي، ښوونه او روزنه ډېر پرمختګ كوي. هغه ټولنې چې له سولې او ارامۍ برخمنې وي ډېرې پرمختللې او ابادې وي، خو هلته چې بيا سوله نه وي، هلته وراني او بدبختي خپره وي.

- دغه راز له همدغه ځاى خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ په جنو غونډۍ كې له يوراج كلب څخه اورېدونكى رسول حسن حسيني په خپل ليك كې د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه وايي او بيا ليكي: د چين نړيوالې راډيو خپرونې اورم، ډېر خوند راكوي او ډېر په زړه پورې پروګرامونه لري. بيا وايي: د ځينو ستونزو له مخې ونه توانېدم چې په دې وروستۍ موده كې تاسو ته ليكونه درواستوم، خو اوس همدومره درته وايم چې ستاسې پښتو خپرونه بايد يو ساعته شي، ځكه چې، نوموړى ليكي، د اورېدونكيو ليكونه به ډېر په كې خپرېږي. بيا وايي: بله خبره دا چې تاسې پښتو هېنداره چاپوئ نو د چيني ژبې لوست برخه په كې لږ څه زياته كړئ چې له مخې يې په چيني ژبه زموږ د ګړېدا سويه لوړه شي، بله خبره دا چې تاسې بايد پر راډيو له اورېدونكيو سره د ټليفوني خبرو يو ساعته يا نيم ساعته پروګرام جوړ كړئ چې اورېدونكي ستاسې سره وغږېږي. زموږ كلب ډېر ذهين او تكړه غړي لري نو تاسې بايد هرومرو زموږ كلب له يو يا دوو غړيو سره مركې وكړئ. اورېدونكى رسول حسن زياتوي: تاسو چې زما په نامه كوم سوغاتونه را استولي وو، ماته راورسېدل. كه تاسو ما ته كوم سوغات را استوئ نود پاكټ پر سر به د افغانستان بيرغ هم رسموئ، نو دا به ستاسو له خوا ما ته يو ډېر په زړه پورې سوغات وي.

- دغه بل ليك په مانسهره كې د حاجي اباد د اچړيانو په نهم شمېره كمپ كې له ملايانو كلي څخه د حضرت سلطان كلب مشر قاري محراب الدين پرېشان را استولى دى. د راډيو كاركوونكيو ته يې د زړه له كومي سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ډېر خوشاله يم چې زما ليكونه په پروګرام كې خپروئ، زه هر وخت ستاسو د راډيو پښتو خپرونه او بېلابېل پروګرامونه په ډېر شوق او مينه سره اورم. ستاسې ټول پروګرامونه په زړه پورې دي او زه ورسره ډېره مينه او علاقه لرم او هر وخت ترې خوند اخلم، او نورو ملګريو ته هم ستاسو د خپرونې په اړه معلومات وركوم. اورېدونكى قاري محراب الدين زياتوي: دلته په اچړيانو كمپ كې ستاسو د راډيو ډېر زيات مينه وال شته، هره ورځ خلك له مانه ستاسو د راډيو پته غواړي چې قلمي اړيكي درسره ټينګ كړي. نوموړى بيا وايي: د هوا په څپو كې زما سلامونه زما ملګريو هر يو: عطاء الرحمن فاروقي، عطاء الله فاروقي، عبد المنان حقيار، قاري روى محمد مجاهد، محمد عارف عرفان، سيد الرحمن بهير، ګلاب ګل، سيد الرحمن چينايى، عبد الله او د پښتوخپرونې ټولو اورېدونكيو ته ورسوئ. اورېدونكې محراب الدين پرېشان د خپل ليك په پاى كې ګيله كوي او وايي: يو كال كېږي چې ستاسو له خوا ما ته مطبوعات او د پښتو هېنداره نه ده رارسېدلې، هيله كوم، نوموړى ليكي، چې د نوي كال چاپ شوې جنتري، پښتو هېنداره او بېلا بېل مطبوعات راواستوئ.

- بيا هم د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ له جونو غونډۍ څخه د يوراج كلب غړي عصمت الله سېلاب ليك را استولى دى او ليكلي يې دي: په لومړي قدم كې د چين نړيوالې راډيو راډيو ټولو همكاارانو ته دومره سلامونه وايم لكه د چين راډيو ته چې ليكونه ورځي. بيا وايي: كله چې د چين له نړيوالې راډيو څخه د پښتو خپرونې د اورېدونكيو ليكونه اورم ډېر خوښېږم، په دې چې چين راډيو پښتو خپرونې ډېر پرمختګ كړى، او پروګرامونه يې ډېر په زړه پورې دي. ما په خپله، اورېدونكى عصمت الله سېلاب زياتوي: ستاسې له خپرونې واورېدل چې د يوراج كلب پنځمه درجه كلب راغى، زه د خپل كلب ټولو غړيو ته د غه برياليتوب مباركي وايم. نوموړى د خپل ليك په پاى كې وايي: زه له تاسو څخه لږ ګيله من يم، په دې چې، دى وايي، ما يو دوه ليكونه درلېږلي دي، خو يو مې هم تر اوسه ستاسې په پروګرام كې نه دى اورېدلى، او دا ځل مې، نوموړى زياتوي، د خپل ليك اورېدو ته په انتظار يم.