<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-22 17:30:22    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اورېدونکو ! السلام عليکم ! د پوښتنه او ځواب پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم ! زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بېلابېلو پوښتنو ته په کې ځوابونه ورکوو . هيله من يم چې د ليکونو او برېښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسئ او خپلې بېلابېلې پوښتنې راواستوئ !

ګرانو اوريدونکو! د پاکستان په صوبه سرحد کې زمونږ يو اوريدونکی په خپل ليک کې ليکلی چې زه نثار احمد احمدی د چين نړيوالې راډيو محترمو او ګرانو کارکوونکو ته سلامونه او احترامات وړاندی کوم .

نوموړي په خپل ليک کې د چين د دوو سترو غونډو ته چې د ملی ولسی کانګرس او ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې کلنی غونډې دي ،پاملرنه هم څرګنده کړه . په حقيقت کې په تيره اوونۍ کې مو د پروګرام په همدغه کړۍ کې اوريدونکو ته د چين د ولسی کانګرس نظام په اړه لږ څه معلومات وړاندی کړی و. دغه راز د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې کلنی غونډه به چې اوس په بېجينګ کې روانه ده ، ژر په بريالی توګه پای ته ورسيږی .نو د پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغه کنفرانس په اړه لږ څه معلومات هم وړاندی کړم .

د چين ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د چين د خلکو د وطن پالونکی او واحدې جبهی موسسه ده اود چين د کمونست ګوند په مشرۍ دڅوګونديزې همکارۍ او سياسی مشورو يو مهم ارګان هم دی او د چين په سياسی ژوندانه کی له سوسياليستی ديموکراسۍ څخه د استفادې مهمه لاره ګڼل کيږی .يووالی او

ديموکراسي د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس دوه لوی اصلی موضوعات بلل کيږی .

د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس ملی کميټه د چين دکمونست ګوند ، ټولو ديموکراتيکو ګوندونو او ډلو ،غير ګوندی شخصيتونو ، ولسی سازمانونو ، بېلا بېلو ملي لږکيو او ټولنو له استازيو ، د هانکانګ او مکاو د ځانګړو اداري سيمو او تايوان د وطنوالو او له بهر نه د بيرته راغلو چينايی اوسيدونکو له استازيو او نورو ځانګړو بلنه ورکړ شويو کسانو څخه جوړيږی .د ملی کميټې د هری دورې د ماموريت موده پنځه کاله ده .

د ١٩٤٩ کال د سپټمبر په مياشت کی دچين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ټولو غړو لومړنی غونډې د ملی ولسی کانګرس پر ځای دغه دنده ترسره کړه چې د ټولو هيوادوالو د ارادو په استازيتوب يی د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو اعلان وکړ او خپل مهم تاريخی رول يی ولوباوه . د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس دغه دنده په ١٩٥٤ کال کی د چين د لومړنی ملی ولسی کانګرس په جوړيدو سره پای ته ورسيده،خو نوموړی کنفرانس په چين کی د ډيرې پراخې وطن دوستۍ متحدې جبهې د موسسې په توګه لا هم ساتل شوی دی او د هيواد د سياسی او ټولنيز ژوند او له بهرنيو هيوادونو او سيمو سره د دوستانه تګ راتګ په فعاليتونو کې يی ډير زيات ګټور کارونه کړی او ستر خدمتونه يی سرته رسولی او لايی رسوی .

سياسی مشورې ، ديموکراتيکې څارنې او په سياسی او دولتی چارو کی برخه اخيستنه د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې او ځايی کميټو عمده دندې ګڼلی کيږی .

د تازه معلوماتو له مخې، د مارچ په ١٣ نېټه د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې ملی کمېټې د لومړنۍ غونډې په څلورمه عمومي ناسته کې ښاغلی جيا چينګ لين د دغه سازمان د يوولسمې ملی کمېټې د مشر او د ښاغلی وانګ ګانګ په ګډون ٢٥ تنه کسان د دغه سازمان د يوولسمې ملي کمېټې د مرستيالانو او دغه راز ښاغلی چيان يون لو د يادې شوې کمېټې د سرمنشي په توګه ټاکل شوي دي .

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !